د مصر د ولسمشر محمد مرسې خبرې بل ډول تعبیر شوې
۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعه
د مصر جمهور رئيس محمد مرسي، په تهران کې د ناپېيلو هيوادو په کنفرانس کې د سوريې پر رژيم باندې سختې نیوکې وکړې او هغه ئې يو سرکوبه کوونکی او ديکتاتور رژيم وباله. هغه په دې غونډه کې وویل: «دا زموږ دنده ده چې د سوريې له ولس سره د هغوی د جنايت کاره رژيم پر ضد مرسته وکړو. دغه رژيم خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دئ.»
د ناپېیلو هیوادونو په غونډه کې دمرسي تر څرگندونو وروسته د سوريې د رژیم له خوا استول شوی پلاوی د اعتراض په ډول د غونډې له تالاره ووت. خو د ايران رسنيو د مرسي خبري سانسور او ان بل ډول تعبير کړې.
ایراني دولتي رسنیو د ناپېیلو هیوادونو د غونډې له تالار څخه د سوریې د بهرنیو چارو د وزير وليد المعلم، وتل داسې تعبير کړل چې ګواکې هغه د یوې مرکې له پاره له تالار څخه وتلی دئ. خو وروسته المعلم د مرسي څرګندونې د سوريې په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.
مرسي همدارنګه د سوريې له اپوزيسون څخه وغوښتل چې پخپل منځ کې اتحاد او اتفاق وساتي. هغه په سوریه کې د وینې تویېدو د مخنیوي له پاره تیاري څرگند کړه.
دا په داسې حال کې ده چې ځينو هيوادو او د المان د بهرنیو چارو وزير ګيدو ويسترویله، د سوريې د رژيم پر ضد دمرسي د ښکاره څرګندونو هرکلی کړی دئ.
د ناپېیلو هیوادونو ۱۶ کنفرانس د اګست په ۳۰مه نیټه په تهران کې پیل شو. په دې کنفرانس کې له ۱۲۰ هيوادو څخه د دولتونو مشرانو او لوړ پوړو چارواکو گډون کړی دئ. پر دې سربیره د ملگرو ملتونو سرمنشي هم په دې کنفرانس کې د گډون له پاره تهران ته رسیدلی دئ.
مرسي د پنجشنبې په ورځ د ايران تر روحاني رهبر ایت الله خامنه ای، وروسته د ناپیلو هیوادونو د کنفرانس دویم ویناوال وو. هغه په ۱۹۷۹ کال کې د ایران تر اسلامي انقلاب وروسته د مصر لومړي دولتي مشر دئ چې ایران ته ئې سفر کړی دئ. ایران او مصر تر دې مخکې ډیرې دیپلوماتیکې اړیکې نه سره لرلې. مصر تر ایران دمخه د ناپېیلو هیوادونو د غورځنگ دوره يي مشري پر غاړه لرله.
خامنه ای د امنیت پر شورا نیوکې وکړې
له بلې خوا بيا د ایران روحانی مشر ايت الله علي خامنه ای، د ملګروملتونو د عمومي منشي بان کي مون، په حضور کې د امنيت پر شورا نیوکې وکړې او هغه ئې يو غیر دموکراتیک سازمان وباله. بان کي مون په تهران کې د يوه ښوونځي د ليدو پر وخت په ايران کې د بيان د آزادی او آزاد بحث د رامنځ ته کیدو غوښتنه وکړه.
بان همداراز په ایران کې د ټولو سیاسي بندیانو د ازادیدو غوښتنه وکړه. په دې هیواد کې په ۲۰۰۹ کال کې پراخي مظاهرې وشوي چې د مظاهره کوونکو ډیری مشران اوس په زندان کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالې اتومي انرژۍ د سازمان په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي چې ایران د یورانیمو غني کول تر پخوانۍ کچې دوه برابره لوړ کړي دي.
آژانسونه/ محمد قاسم نوري
کتونکی: مسعود جهش