د مشورتي لويي جرګې کاري پلان
۱۳۹۲ آذر ۱, جمعهد مشورتي لويي جرګې په لومړی ورځ د جرګې رييس او د هغه مرستيالان وټاکل. رييس صبعت الله مجددي، مرستيالان نعمت الله شهراني او محمد عارف نورزی، خالقداد بلاغي او محمد علم ايزديار منشان، تهمينه شجاع د منشي مرستياله او صفيه صديقي ويانده وټاکل سول.
د مشورتي جرګې وياندي صفيې صديقي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي ټولي کمېټې د مجعې له ورځي د امنیتي تړون د مسودې متن چي د حکومت له خوا د جرګې په اختيار کي ورکړل سوی دی بررسي کوي.
دغه ۵۰ کمېټې هم هره يوه يې يو رييس او يو منشي لري. د مشورتي لويي جرګې د اداري هيت په خبره دغه کمېټې به د تړون ټولي مادي تر بحث لاندي نيسي، دغه بحثونه به دوې ورځي دوام وکړي او وروسته به هره کمېټه د تړون د هري مادي په اړه خپل نظر او مشوره د جرګې و رييس صبعت الله مجددي ته وړاندي کړي.
په هغه صورت کي که يوه کمېټه د تړون له يوې مادې سره موافق نه وي، مکلف دي چي د مخالفت دليل او د تعدل وړانديز د رييس او منشي له خوا د جرګې مشرتابه ته وسپاري.
مېرمن صديقی وويل: «په هغه صورت کي چي د تړون د يوې يا ډېرو مادو پر سر مخالفت موجود وي، د هغه کمېټې رييس به يې د جرګې په وروستۍ ورځ بيانوي.» هغې زياته کړه: «البته د جرګې د هري کاري ورځي په پای کي د کمېټو رييسان غونډه کوي او د اختلاف ټکي وړاندي کوي.»
د جرګې په وروستۍ ورځ به که چيري په تړون کي د يوې يا څو مادو پر سره په کمېټو کي مخالفت موجود وو، د کمېټو رييسان او د مشورتي لويي جرګې اداری هيت به ټول وړانديزونه په يوه متن کي راټول کړي او د لويي جرګې د مشورو په عنوان به يې افغان حکومت ته وسپاري.
د لويي جرګې وياندي وويل حکومت به بيا دغه متن چي د جرګې له خوا وړاندي سوی دی د افغانستان پارلمان ته وسپاري او که هلته تصويب سو بيا به يې نو جمهور رييس لاس ليک کړي.
د مېرمن صديقي په خبره که د امنيتي تړون متن د پارلمان له خوا رد سو کېدای سي چي يوه بله لويه جرګه را وبلل سي.