د مسلمانانو څلورم مقدس ښار وپیژنئ
په نړۍ کې د مسلمانانو د څلورم مقدس ښار په توگه شهرت لرونکی ښار هرر، په ايتوپيا کې د اسلام مرکز دی. د دويچه ويله خبرياله ماريه گيرت - نيکوليسکو د انځورونو له لارې دا ښار درپيژني.
هرر د ختيځ تر ټولو لرغونی ښار دی
ويل کيږي چې د هرر ښار بنسټ د لسمې او ديارلسمې پېړيو ترمنځ ايښوول شوی وو. دغه ښار پنځه لرغونې دروازې لري. دا د هېواد د تر ټولو کوچني ايالت پلازمينه ده او اکثريت اوسيدونکي یې د «اورومو» قوم غړي دي. د هېواد په ختیځ کې پروت دا ښار د ۲۰۰۶م کال راهيسې د يونيسکو د کلتوري ميراثونو په نوملړ کې شامل کړل شوی.
مسلمانانو ته مقدس
په هرر کې ۸۲ مسجدونه او تر ۱۰۰ زيارتونه شتون لري. ستر جامع مسجد د ښار تر ټولو لوی جومات دی. د ايتوپيا يو په دريمه برخه وگړي مسلمانان دي. د هرر ښار اکثريت وگړي هم مسلمانان دي.
د ښځو يو مسجد
د ښار جامع مسجد هغه يوازنی جومات دی چې ښځې او نارينه پکښې په يوه ودانۍ کې لمونځ ادا کوي. دوی د ښي اړخ د هغه کوچنۍ دروازې له لارې مسجد ته داخليږي خو د ودانۍ دباندې هم لمونځ ادا کوي.
د امن او سولې ښار
په هرر ښار کې دوه کليساوې هم شتون لري. د هرر ښاريان پر دې وياړي چې ښار یې د هر دين د پلويانو هرکلی کوي. په ۲۰۰۳م کال کې دې ښار ته د مختلفو نژادونو او مذهبونو د پيرويانو د گډ سوله ایز ژوند له کبله د يونيسکو د سولې جایزه ورکړل شوه. خو په دې وروستيو کلونو کې د ځمکو لانجو او سياسي استازيتوب پر سر يو څه ترنگلتيا رامنځته شوې ده.
د تصوف له لارې د روح پاکوالی
د ۱۲۰ زرو اوسيدونکو دا ښار يو څه روحانيت لري. د دې يو دليل د تصوف اغیز دی. د ښار يو تر ټولو مشهور ځای د شيخ ابادير، چې د دې ښار د بنسټ ايښوونکي څخه وو، مقبره ده. دلته خلک په ساعتونو ساعتونو کښيني او د قات پاڼې چې يو ډول نشه لرونکی بوټی دی، ژوي.
د قات پاڼې
قات چې يو ډول گل لرونکی بوټی دی، پاڼې یې پخوا يوازې د روحاني مقاصدو له پاره کاريدلي خو اوس په ايتوپيا کې په پراخه کچه کارول کيږي. خو د هرر سيمه یې د استعمال او تجارت مرکز دی. د سيمې کابو ۷۰ سلنه زراعتي محصول همدا بوټی دی چې اکثريت نارينه او يو شمير ښځې یې هم کاروي. دا پاڼې لوږه او ستړيا له منځه وړي خو که په منظم ډول وژوول شي نو سړی معتادوي.
د ټوکر پير و پلور
د هرر اقتصاد هلته د ټوکر د بازار له کبله هم غوړېدلی دی. دا کوڅه د گنډلو د ماشينونو د غږونو له کبله «ماکينکا گر گر» هم نوميږي. دغه بازار د ليرې پرتو سيمو څخه په راغلو ښځو ډک وي. دوی هلته نوې ټوټې اخلي او بيا یې هملته په خياطانو چې ټول نارينه دي، گنډي.
هره ورځ د بازار د تگ ورځ
سهار وختي د شا او خوا کليو خلک چې په ارومو قوم پورې اړه لري، د ښار دې بازار ته راځي او دلته د ضرورت شيان رانيسي. دوی زياتره د څو ساعته مزل وروسته د خپلو خرو سره دې بازار ته ورځي. تور بازار او د مسلمانانو بازار د هرر ښار مشهور بازارونه دي.
د اوښانو خرڅلاو
د هرر څخه د څلويښتو کيلومترو په واټن کې د اوښانو يو مشهور بازار په اوونۍ کې دوه وارې د خلکو پاملرنه جلبوي. پر يوه سهار تر ۲۰۰ زيات اوښان چې بيې یې د ۵۰۰ يورو څخه پورته دي، خرڅ شول. د اوښانو تاجران زياتره د سوماليا کوچيان دي.