د مسافر وړونکو الوتکو پر ضد گواښونه
۱۳۹۴ خرداد ۵, سهشنبهچارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایر فرانس هوایي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه چې له پاریس څخه د نیویارک پر لور روانه وه، د دوو جېټ الوتکو له خوا هوایي ډګر ته بدرګه شوه. د دغې الوتکې پر ضد د ترهګریز برید ګواښ شوی وو.
د ایر فرانس هوایي شرکت ۲۲ شمیره الوتنه، د نیویارک په «جان ایف کینیدي هوایي ډگر» کې پرته له کوم مشکله کښیناسته. خو هغه د ناستې پر مهال د دوو جېټ الوتکو له خوا بدرګه کیده. تر ناستې وروسته د FBI مامورینو الوتکه ولټوله خو هغوی په الوتکه کې کوم بم و نه موند.
د امریکا متحده ایالاتو د هوایي دفاعي ادارې یوې ویاندې ریچلن ایوي، خبري آژانسونو ته ویلي دي چې جېټ الوتکو د احتیاط له مخې د ایر فرانس دغه الوتکه بدرګه کړه.
پر دغې الوتکې باندې د بمي برید گواښ، لومړی د امریکا متحده ایالاتو د مریلند پولیسو له خوا اوریدل شوی وو. د دې ایالت پولیسو په یوې بیانیه کې ویلي دي: «هغه کس چې ګواښ کاوه په تلیفون کې د یوه تجارتي هوایي شرکت د الوتکې پر ضد د بمې برید ګواښ وکړ.»
سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی دی چې د دوشنبې په ورځ پر ایر فرانس سربیره د امریکایي او سعودي عربستان هوایي شرکتونو پر ضد د بمي بریدونو ګواښونه شوي وو. پر دې سربیره په یوه بل نزدې هوایي ډګر کې هم د دغه شان ګواښونو په اړه خبرونه ورکړل شوي وو.
FBI سملاسي د دغو ګواښونو په اړه څه نه دي ویلي. له بلې خوا امریکایي پوځي چارواکو ویلي دي چې هغوی لا تر اوسه پورې د نورو هوایي شرکتونو پر وړاندې د بریدونو د ګواښونو په اړه کوم خبر نه دی ترلاسه کړی.
چارواکو ویلي دي چې ګواښونه د یوې نامعلومې سرچینې له خوا شوي دي. هغوی زیاته کړې ده چې د نیویارک تر څنګ په نیوجرسي او ماسیچوسیتس ایالتونو کې هم لږ تر لږه شپږ نړیوالې الوتنې د دغو ګواښونو له کبله له یو څه خلل سره مخامخ شوې دي.
امریکايي چارواکو همداراز ټینګار کړی دی چې شوي ګواښونه ډیر د اعتبار وړ نه وو او د هوایي شرکتونو الوتکې یوازې د احتیاط له مخې لټول شوې دي.
ویل شوي دي چې د دوشنبې په ورځ امریکايي چارواکو لومړی یوې الوتکې ته چې له انګلستان څخه امریکا متحده ایالاتو ته روانه وه، د شویو ګواښونو له کبله وویل چې په یوې لیرې پرتې سیمه کې ناسته وکړي، خو بیا کله وروسته چې روښانه شوه چې شوي ګواښونه د اعتبار وړ نه دي، نو دغې الوتکې ته په هوایي ډگر کې د ناستې اجازه ورکړل شوه.