د مخدره موادو کمښت نړيوالي مبارزې ته اړتیا لري
۱۳۹۰ شهریور ۱۴, دوشنبهد افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزي وزارت د مخدره توکو د مخنيوي لپاره د يادو څلورو هيوادونو د دوهم کنفرنس کوربه دی.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزي وزير ضرار احمد مقبل په کابل کي د دغه کنفرانس په لومړۍ ورځ نن « دوشنبه» وويل، چي نشه يي توکي نړيواله ستونزه ده او نړيوالي مبارزې ته اړتيا لري.
« د قانون پلي کول، په نشو روږدو کسانو معالجه، د نشه يي توکو د قاچبرانو په وړاندي مبارزه او د سالمي فضا رامنځ ته کول هغه څه دي، چي موږ کولاس شو په ګډه کار وکړو. د تارياکو لوړي بيي د دي سبب سوي، چي بزګران د کوکنارو کرلو ته اړباسي.»
د مخدره توکو پر ضد د مبارزي د څلورو واړو هيوادونو دا دوهم کنفرانس دی. ضرار احمد مقبل ويلي، چي د کوکنارو کر په افغانستان کي دومره پخوانۍ سابقه نه لري او د جګړو په کلونو کي د افغانستان پر خلکو ورتپل سوي.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزي د وزارت د ارقامو پر اساس په تير کال کي په افغانستان کي د کوکنار په کښت کي ۴۸ سلنه کم والی راغلی، خو د هغي تقاضا لا هماغسي پر خپل حالت پاتي ده.
د مقبل په وينا په روان کال کي ۴۰۰۰ هکتاره ځمکه د کوکنار د کر څخه پاکه کړای سوې ده او د کوکنارو د فصل زياتره برخه په هلمند ولايت کي له منځه وړل سوې ده.
د هغه په وينا په تيرکال او د روان کال په لومړيو کي د امنيتي ځواکونو له لوري د قاچاق کوونکو پر ضد او د نشه يي توکو د زيرمو د له منځه وړولو په خاطر تر ۱۵۰۰ زيات عمليات تر سره سوي دي.
مقبل زياته کړي چي طالبان د نشه يي توکو د خرڅ په بدل کي هر کال ۱۵۰ميليونه ډالره لاس ته راوړي.
روسيه د نشه اي توکو دوهم قرباني هيواد
په عيني وخت کي د روسيي د مخدره توکو د کنترول رئيس، ويکتور ايوانوف، پر نړيوالي ټولني نيوکه کړې او ويلي يې دي، چي په تيرو لسو کلونو کي د بهرنيو ځواکونو په حضور کي د مخدره توکو پر ضد کلکه مبارزه نه ده سوي.
د هغه په وينا تر اروپا وروسته روسيه د افغانستان د مخدره توکو تر ټولو لوي قرباني هيواد دی.
د دغه چارواکي په وينا د کوکنارو په بدل کي د مرستو ورکړه د هغي په کښت کي کوم کم والی نه راولي. بايد د کوکنارو فصل له منځه يوړل سي او هغه بزګران چي کوکنار کري د هغوی سره قانوني چلند وسي.
دغه چارواکي په وينا يوازي په تيرو لسو کلونو کي د هغه مخدره توکو له امله چي په افغانستان کي توليديږي يو ميليون انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور ۱۶ ميليونه په نشو روږدي سوي.
خو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزير وايي چي د مخدره توکو په برخه کي د افغانستان ونډه يوه بدنامي ده، پداسي حال کي چي د هغي زياتره ګټه نړيوالو قاچاقبرانو ته رسيږي.
د پاکستان د مخدره توکو پر ضد د مبارزي مشر، جنرال احمد حسين شکيل، ويلي چي په افغانستان کي د نړيوالو ځواکون شتون د کوکنارو د کښت په کموالي کوم تاثير نه دی کړی.
همدغه شان د تاجکستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزي د کميټي مشر، رستم شاه نظروف، ويلي چي هيواد يې د افغانستان سره په ګډه هڅه کوي چي د بدخشان څخه تاجکستان او د منځني آسيا د نورو هيوادونو ته د قاچاق کيدونکو مخدره توکو مخه ونيسي.
حسين سيرت/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل