«د مانچستر بريدگر دوه واري په جرمني کي وو»
۱۳۹۶ خرداد ۴, پنجشنبهد جرمني خبري مجلې «فوکوس» د دغه هيود د امنيتي گړو په حواله راپور ورکړی دئ چي په مانچستر کي د ۲۲ انسانانو وژونکی تر دغه بريد څلور ورځي مخکي له دوسلدورف څخه مانچستر ته په الوتکه کي پرواز کړی.
دغه تورن دغه شان په ۲۰۱۵م کال کي له فرانکفورت څخه بريتانيا ته پرواز کړی وو. د جرمني پوليس او له تروريزيم سره د مبارزې اداره اوس دا څېړي چي عبيدي په دغه هيواد کي د پاتېدو پرمهال په نوردراين وستفالن ايالت کي له راديکالو مسلمانانو سره اړيکي لرلې که نه.
فوکوس مجلې د جرمني د جنايي ادارې د يوه لوړ پوړي چارواکي له قوله ليکلي دي چي «دغه پيښه په نړيواله کچه سره پېيل سوې ده». اوس پوښتنه دا ده چي سلمان په سوريه کي له هغو کسانو سره آشنا سوی چي وروسته بيا د جرمني په هسن او نورد راين ويستفالن ايالاتونو کي ئې له هغوی سره ملاقات کړی؟
د بريتانيا پوليس په دې باور دي چي يوې اسلاميستي شبکې په دغه بريد کي د سلمان عبيدي ملاتړ کړی دئ. په عيني حال کي په بريتانيا کي دوه کسان نيول سوي دي. يو په مانچستر او بل په وينتگتون ښار کي. هغه ښځه چي مخکي نيول سوې وه، د پنجشنبې ورځي په سهار آزاده سوه.
ترو اوسه پوري په مانچستر کي د بريد په تړاو لس کسان نيول سوي دي چي پکښې يو د بريدگر ورور او په ليبيا کي ئې پلار هم پکښې شامل دي.
(dpa,afp,rtr/ NZ)