د مالي ياغيانو بيا يرغلونه پيل کړي دي
۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبهپه لوېديځي افريقا کي د وحدت او جهاد يا „ موجاو“ د ډلي ياغيان د گائو ښار ته چي د نايجر درياب پرڅنډه پروته دئ په کښتيو کي ځانونه رسولي ول او پر دغه ښار ئې پراخ يرغل کړی وو.
د مالي هیواد د پوځ د يوه وياند په خبره ياغيان په کوچنيو کښتيو کي د اوبو له لاري راغلي ول او په ښار کي تيت وپرک سوي ول. د هغه په خبره د ښار ټول اوسېدونکي چي تقريباُ ۹۰ تنو ته رسيږي په خپلو کورونو کي پټ سوي ول.
د گائو پر سر جگړه
له گائو ښار څخه د ياغيانو د شړلو عمليات څو ساعته دوام وکړ. په دغو عملياتو کي د مالي هيواد د پوځ تر څنگ فرانسوي ځواکونو هم ونډه لرله او هوايي ملاتړ هم ورسره وو.
د مالي هیواد د پوځ وياند تيري مورکار ويلي دي، چي جگړه د يکشنبې په ماښام پای ته ورسېده او گائو ښار ئې بيرته له ياغيانو څخه نيولی دئ. ويل سوي دي، چي فرانسوي ځواکونو د دغه ښار هوايي ډگر ته خپل هوايي ځواک رسولی دئ.
د موجاو د ډلي وياند ابووليد صحرايي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي دغه ډول بريدونو ته به تر بريا پوري دوام ورکړو. د موجاو د ډلي ياغيانو د گائو ښار ډير وخت په خپل کنترول کي درلود.
دغه ښار وروسته له هغه د جنورۍ په مياشت کي له ياغيانو څخه پاک سو، چي فرانسوي او د مالي هيواد ځواکونو ستر بريد ورباندي وکړ.
د موجاو د ډلي وياند د گائو ښار په شمال کي د سرتيرو د تلاښۍ پر یوې پوستې باندي د ځانمرگي بريد پړه هم پرخپله غاړه اخيستې ده. په دغه بريد کي يو سرتيری ټپي سوی وو.
د جمعې په ورځ هم په گائو ښار کي يو ځانمرگي بريد ترسره سو چي د اردو يو سرتيري پکښي ټپي سو.
وروستي پوځي عمليات ښيي چي د مالي هيواد په دغه ستر ښار کي امنيتي حالت څومره خراب دئ. د فرانسې او مالي هيواد ځواکونه اټکل کوي، چي ياغيان له ځانمرگو بريدونو څخه ځان ساتي او چريکي بريدونه تر سره کوي.
د فرانسې او مالي هيواد ځواکونو په تيرو اوونيو کي د مالي هيواد تقريباً ټول لوی ښارونه بيرته له ياغيانو څخه ونيول.
ويل کيږي چي ياغيا چي شمېر ئې څو زرو کسانو ته رسيږي يوې غرنۍ سيمي ته پرشا سوي دي تر څو ځان بل يرغل ته تيار کړي.