1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا د راتلونکي په هکله نړيوال کنفرانس

۱۳۹۰ شهریور ۱۰, پنجشنبه

د فرانسي ولسمشر سارکوزي په خپل هيواد کي د « لييبا د دوستانو» تر شعار لاندي يو کنفرانس ته بلنه ورکړي چي په هغه کي د نړيوالي ټولني استازي ګډون کوي. خو څارونکی وایی، دا کنفرانس تر زیاتی کچی سمبولیک اهمیت لری

https://p.dw.com/p/12RNe
د فرانسی ولسمشر نیکولا سارکوزی په پاریس کی د نړی د یو شمیر سفیرانو سره ولیدل
د فرانسی ولسمشر نیکولا سارکوزی په پاریس کی د نړی د یو شمیر سفیرانو سره ولیدلانځور: picture alliance/dpa

دغه نيټه تاريخي اهميت لري او ښايي  هم قصدا ټاکله شوي وي.  د ليبيا ديکتاتور غوښتل چي د سپتمبر په لومړي نيټه قدرت ته د رسيدو لپاره د خپلي واکممني 40 کال ولمانځي.  خو اوس دغه ورځ د لييبا د ديموکراسي د راتلونکي په هکله  تصميم نيسي.

د فرانسي ولسمشر نيکولا سارکوزي د څه د پاسه 60 هيوادونو استازي پاريس ته بللي دي.  هغوي به په ګډه د ليبيا د ويجاړ شوو ښارونو د بيرته ودانولو  او دغه راز د ليبيا  د کانګل شوو پيسو د بيرته آزادولو  په څرنګوالي باندي بحث او خبري وکړي.  سر بيره پر دي   پر قذافي باندي د ياغيانو او د ناتو د برياليتوب يو ډول لمانځنه هم په دي کنفرانس کي صورت مومي. څرنګه چي پرون ماښام سارکوزي د نړي د سفيرانو سره په يوه دوده ايزه ليدنه کتنه کي وويل:
«مونږ به د ديکتاتوري او د جګړو فصل وتړو او له ديموکراتيکي ليبيا سره به د همکاري يوه نوي فضا پيل کړو. دا د فرانسي ټينګ عزم دي چي د ديموکراسي په لور د ولسونو له هڅو څخه ملاتړ وکړي.»

دا چي دغه نړيوال کنفرانس په پاريس کي  دايريږي وجه يي  د قذافي  د رژيم پر ضد د فرانسي  نقش پوري تړي دي. فرانسي او بريتانيا تر ټولو زيات د قذافي د رژيم پر ضد د ناتو په عملياتو کي وڼده واخيستله او تر تولو دولتونو  دمخه يي د ياغيانو انتقالي شورا  د ليبيا د قانوني استازي په توګه په رسميت وپيژندله.  سارکوزي  وويل چي د ناتو عمليات تاريخي اقدام ؤ ، د اروپا لپاره هم:

«اروپايانو د لومړي ځل لپاره ثابته کړه چي د دي توان لري ترڅو په يو کړکيچ چي د هغو د دراوزو تر مخ پيښ شوي دي،  په پريکړه توګه مداخله وکړي.  ليبيا د مديتراني  د سمندرګي  په غاړه کي پرته ده، هغه سمندرګي  د اروپا له وچي سره پوله لري. د مديتراني سمندرګي په لومړي سر کي د اروپايانو موضوع ده او بيا د امريکايانو.»

دا چي اروپايان به څرنګه د ليبيا له راتلونکي سره مرسته وکړي، لا تراوسه روښانه  نه ده. په دي برخه کي  ښايي د پاريس  په  دي نړيوال کنفرانس هم تصميم ونه نيول شي. لږ  ترلږه په مالي برخه کي ښايي  هغوي کومه مرسته وړاندي نه کړي.

د آلمان حکومت يو وياند وويل چي دا د بسپڼو ورکونو کوم کنفرانس نه دي. دغه راز په ليبيا کي  د سوله ساتي نړيوالو سرتيرو د احتمالي استقرار په هکله هم خبري نه کيږي. په حقيقت کي د ليبيا د پاريس دا کنفرانس تر  ډير ي زياتي کچي  سمبوليک خصوصيت لري.

دنيله يونګهانز/عبدالباري حکيم
کتونکي. سيد رياض