1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوی ائتلاف او د SPD ګوند خپل منځي اختلافات

۱۳۹۶ دی ۲۶, سه‌شنبه

دا چې په روان ژمي کې په آلمان کې د نوي حکومت پر تشکيل حساب وشي، د دغه هیواد په سوسیال دیموکرات ګوند پورې اړه لري. په ګوند کې دننه د مقاومت سربیره، دغه ګوند غواړي د راتلونکي یکشنبې په ورځ په دې هکله تصمیم نیسي.

https://p.dw.com/p/2qvV3
Deutschland SPD-Chef Martin Schulz in Dortmund
انځور: picture-alliance /dpa/M. Kusch

کیدای شي په دې ورځو کې د سوسیال دیموکرات ګوند مشر مارتين شولڅ له یوه پيچلې وضعیت سره مخامخ شي. کله چې شولڅ له خپل موټر څخه ښکته شو د نازیانو یوې کوچنې ډلې په ډیر بد ډول پر هغه لفظي بریدونه وکړل.

په هغه ودانۍ کې چې ګوندي کنګره دایریږي، خبریالان په تمه ول چې له شولڅ څخه د هغه د شخصي راتلونکي په اړه پوښتنې وکړي. پوښتنه دا وه چې آیا تاسې د سوسیال دیموکرات ګوند له مشرۍ کولو څخه ستومانه شوي نه یاست؟

په سالون کې دننه د SPD یا سوسیال دیموکرات ګوند شاوخوا ۵۰ تنو استازو چې د انګلا میرکل په مشرۍ د مسیحي ديموکرات او مسيحي سوسیال ګوندونو سره د یوه نوي لوی ائتلاف د جوړولو له پاره د خبرو اترو د جاري ساتلو په اړه د شولڅ طرحې ته د شک په سترګه ګوري، د هغه راتګ ته انتظار باسي.

خو شولڅ په ډیر ډاډمنتوب سره غواړي خپل ګوند ته واضحه کړي چې په ازمايښتي خبرو اترو کې د خپل ولس د ژوند د بهتره کولو په برخه کې یې ډیرې لاسته راوړنې درلودلي دي. هغه خوشبینه او په عین وخت کې ډاډه دی چې د دې کار له پاره به په خپل ګوند کې اکثریت ترلاسه کړي.

شولڅ شپږ ورځې وخت لري او وروسته تر دې باید په بن کې د سوسیال دیموکرات ګوند کنګره خپل وروستی تصمیم ونیسي چې آیا غواړي تر ازمايښتي خبرو وروسته د نوي ائتلافي حکومت د تشکيل له پاره خبرې اترې جاري وساتي او که څنګه.

مارتين شولڅ باید په دې موده د دې کار له پاره په خپل ګوند کې دننه د مذاکراتو په خاطر د هیواد په کچه سفرونه وکړي او د خپل ګوند د پاتې غړو راې راجلبې کړي، لکه په تیر دوبي کې چې یې ځان د میرکل په مقابل کې د صدارت له پاره نوماند کړی وو.

خو په هر حال هغه باید ټولو ته باور ورکړي چې د انګلا میرکل په مشرۍ یو نوی حکومت د ټولو او همدارنګه د سوسیال دیموکرات ګوند په ګټه دی.«موږ د هغو پر ضد یو»

SPD Unterbezirk Dortmund | Termin mit Martin Schulz | Geschäftsführerin Christa Becker- Lettow
د سوسیال دیموکرات ګوند مشر مارتين شولڅ له خپلو ګوندي ملګرو سره د خبرو اترو لړۍ پيل کړېانځور: DW/P. Hille

د دوشنبې په ورځ شولڅ په ختیځ وستفالن، لیپه او لویدیځ وستفالن کې د سوسیال دیموکرات ګوند له استازو سره خبرې اترې درلودې. دغه سیمي د آلمان په لویدیځ کې د هغه د ګوند له پاره ډیرې مهمې دي. نورد راین- وستفالن د آلمان تر ټولو پر نفوسه ایالت او د شولڅ له پاره ارزښت لري، ځکه چې د گوند له ۶۰۰ ګوندي استازو څخه يې ۱۴۴ په دې ایالت پورې اړه لري.

د بیلګې په توګه په دورتموند کې د سوسیال دیموکرات ګوند مشر چې د شولڅ دلایل یې اوریدلي دي باور نه لري چې شولڅ دې هغه ته قناعت ورکړای شي چې د یوه لوی ائتلاف رامنځته کیدل د دوی په ګټه دی.

په دورتموند کې د هغه یو بل ګوندي ملګری هم ورته نظر لري هغه وایې «موږ د داسې یو ائتلاف ضد یوو. موږ په ازمايښتي مذاکراتو کې متوجه شولو چې ډیرې کمې لاسته راوړنې مو درلودې».

له دې څرګندونو څخه معلومیږي چې تر اوسه معلومه نه ده چې آیا سوسیال دیموکرات ګوند د یوه لوې حکومت ائتلاف جوړولو ته اماده دی او که څنګه.

د لوی ائتلاف په هکله اختلاف د سوسیال دیموکرات ګوند له پاره یوه ټاکونکې موضوع ده. دا په دې معنی چې آیا سوسیال دیموکراتان غواړي له مسيحي دیموکرات او مسيحي سوسیال ګوندونو محافظه کارانو ته نږدې شي او یا دا چې په اپوزیسیون کې پاته شي او چپیانو ته ورته یو سیاست تعقیب کړي.