1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لویې جرگې د زیاتره کمېټو کار پای ته ورسید

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۲, شنبه

د مشورتې لویې جرگې د جوړیدو کمیسیون دارالانشا وایي چې د ۴۵ کاري کمېټو کار پای ته ورسید او زیاتره کمېټې د امنیتي تړون د مادو پر سر توافق ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1AN0i
انځور: MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images

په پام کې ده چې د یکشنبې په ورځ به د جرگې په عمومي غونډه کې د کمېټو د مشرانو د څرگندونو وروسته، افغان ولسمشر حامد کرزی خپله وروستۍ څرگندونې وکړي.

د کابل ښار او د لویې جرگې د خیمې چار چاپیر سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي او د جرگې د دریمې ورځې تر پایه کومه امنیتي پیښه نه ده رامنځ ته شوې.

د لویې جرگې د جوړیدو کمیسیون د دارالانشا مشر صادق مدبر د لویې جرگې د دریمې ورځې په پای کې خبریالانو ته وویل: «یوازې څلور یا پنځه کمیټې پاتې دي او نورو ټولو کمېټو خپل کارونه بشپړ کړي دي.»

مدبر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ټولو کاري کمېټو د کار نتیجه د دغه جرگې د ادارې هیئت له لوري راټولیږي. هغه زیاته کړه: «هر څه چې د خلکو نظر وي، موږ ورته درناوی کوو.» د مدبر په وینا د جرگې غړو پر دې خبره ټینگار درلود چې افغانان باید له «خپلو پخوانيو تجربو څخه زده کړه وکړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه په ډیر احتیاط سره تصمیم ونیسي.»

د مشورتي لویې جرگې یوه تن غړي جاوید لودین وویل: «زموږ خبرې اترې ډیر واقعبینانه وې او زموږ د کمېټې ټولو غړو د افغانانو د دردونو او رنځونو څخه خبرې کولې. موږ باید له تیرو وختونو څخه زده کړه وکړو. له دې هم تیښته نه شي کیدای او افغانستان دې ته ضرورت لري چې د امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون وشي او موږ باید له هغې څخه اعظمي استفاده وکړو.»

وړاندیزونه او د نظریاتو اختلاف

د امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون دیارلسمه ماده، چې د دغه تړون تر ټولو جنجالي ماده ده په زیاترو کمېټو کې د هغې پر سر توافق شوی دی خو یو شمیر کمېټو د دغې مادې پر وړاندې یو شمیر شرطونه او وړاندیزونه هم ایښي دي.

د غزني ولایت څخه د مشورتې لویې جرگې غړي عبدالمالک حبیبي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د کمېټو د غړو تر منځ چې د دیارلسمې مادې پر سر کوم د نظر اختلاف موجود وو، د یوه پیشنهاد په وړاندې کولو سره پای ته ورسید. هغه زیاته کړه:

«د ۳۶ کمیټې له لوري دارالانشا ته یو وړاندیز شوی دی که چیرې دا امکان ولري چې د محاکمو غونډې په باگرام کې تر سره شي. دغه ستونزه حل شوه او ټولو پر ملي گټو تاکید کاوه.»

د لویې جرگې د دغه غړي په باور په هغه صورت کې چې افغانستان او امریکا متحده ایالات دغه تړون لاسلیک نه کړي، افغانستان به یو ځل بیا د پخواني ناوړه حالت سره مخامخ شي او دغه هیواد به یو ځل بیا د کورونیو جگړو شاهد اوسي.

روښانه راتلونکي ته امیدواري

د دغه جرگې یو شمیر ښځینه غړي پر دې باور دي چې د دغه تړون په لاسلیکیدو سره به افغانستان یو ځل «تاریکي دورې» ته ور و نه گرځي او د دغه هیواد خلک به یو ځل بیا له سرگردانۍ او در بدرۍ سره مخامخ نه شي.

د بلخ ولایت څخه د لویې جرگې ښځینه وکیلي ظریفه قاضي زاده له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «تر کومه وخت باید زموږ اولادونه بې سوداه وي، تر کومه وخت زموږ اولادونه باید د سړکونو پر سر اوبه خرڅې کړي. تر کومه وخته باید نورې هم میرمنې کونډې شي؟ موږ یو داسې متحده ته اړتیا لرو چې له موږ سره همکاري وکړي. موږ نه غواړو چې نور د گاونډیانو د لوبو په توپ بدل شو.»

د دغه جرگې د کمیسیون مسؤلین وایي چې د یکشنبې ورځ چې د میزان د میاشتې دریمه نیټه ده، د مشورتې لویې جرگې وروستۍ ورځ ده.