«د لویو لارو د خرابیدو مخه به نیسو»
۱۳۹۲ تیر ۹, یکشنبهد هغو عمومي سړکونو زیاتره برخې چې په تیرو یوولسو کلونو کې د ډیرو پیسو په بدل کې جوړ شوي دي، د درونو لاریو د تګ راتګ له امله خرابې شوي دي.
د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون د میاشتې ۲۹مه) د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې په تیرو څو کلونو کې د سړکونو د ساتنې او کنترول هیڅ پروګرام وجود نه درلود، خو اوس په دې برخه کې یوه پنځه کلنه ستراتیژي جوړه شوې ده. هغه وويل:
«موږ د سړکونو د ساتنې او ترمیم ستراتیژي تثبیت کړې ده. د ډیر وزن لرونکو بارونو له پاره مو د پولیسو د مقرراتو د وضع کولو وړاندیز کړی دی. موږ په لارو کې الیکترونیکي سیستمونه نصبوو تر څو د زیاتو وزنونو مخنیوی وشي.»
په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان عمومي سړکونه، چې د نړیوالې ټولنې په مرسته جوړ شوي دي ډیرې برخې یې د درنو نقلیه وسایلو د تګ راتګ او د سړک د غاړې د ماینونو د ښخولو له کبله زیانمنې شوي دي.
د سالنګ بیا رغاونه
د فواید عامې وزیر وویل چې د سالنګ د تونل د بیا رغاونې کار هم پیل شوی دی. د دغه تونل پر بیا رغاونه ۱۲ میلیونه امریکایي ډالره لګښت راځي چې د ایساف له لوري ورکول کیږي.
ښاغلي اوژن وویل چې د سالنګ د بیا رغاونې له پاره د کافي بودجې د نه لرلو له امله تیر کال دغه پروژه بشپړه نه شوه: «تیر کال موږ غوښتل چې سالنګونه د تګ راتګ وړ وګرځوو، خو د کافي بودجې د نه لرلو له امله موږ یوازې هغه ترمیم کړ. خو سږ کال د سالنګ تونل تر کار لاندې دی او ایساف د هغې د پیسو د ورکولو ژمنه کړې ده چې پروژه د اجرا کیدو په حال کې ده.»
د ولسي جرګې یو شمیر استازو نیوکه وکړه چې د سالنګ د بیا رغاوني کارونه ډیر پڅ روان دي، خو ښاغلي اوژن وویل چې د نقلیه وسایلو د تګ راتګ له امله نه شي کولای د سالنګ د تونل د بیا رغاونې کارونه ګړندي کړي: «سالنګ د فواید عامې وزارت په بیل او کلنګ باندې ترمیمدای نه شي. موږ نه شو کولای د سالنګ لاره وتړو، ځکه چې بدیله لاره نه لرو. موږ مجبوره یو چې د شپې کار وکړو او سبا ته هغه د تګ راتګ له پاره خلاصه کړو. دا ساده کار نه دی.»
د فواید عامې وزارت د پلان پر اساس په پام کې ده چې په جنوبي سالنګ کې د قبر کلینر د برخې څخه د شمالي سالنګ د دوشاخ تر برخې یو بل تونل جوړ شي. دغه تونل به د سالنګ فاصله راکمه کړي.
د سالنګ تونل ۴۹ کاله تر مخه جوړ شوی دی او بنسټیز تاسیسات یې د جګړو په ترڅ کې ویجاړ شوي دي. د فواید عامې د وزیر د وینا له مخې د سالنګ اساسي بیا رغاونه ۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.