د لندن د المپیک لوبې څرنګه پرانیستل شوې
۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبهد انګلستان ملکه دویمه الیزابت، د هالیود د لوبغاړو په توګه د المپیک د لوبو پرانیستونکو مراسمو ته راغله. له هغې سره یو ځای د انلګستان د سینما ستوری دانیل کریج، چې اوس په فلمونو کې د جیمز باندې نقش لوبوي ستیدیوم ته راغی او دا مراسم ئې پرانیستل.
تر دې وروسته د موسیقۍ په څپو کې انگلستان د کلتور او فرهنگ ځینې برخې نندارې ته وړاندې شوې. د المپیک د لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې بریتانیایي جیټ الوتکو د شین، سپین او ابي رنگونو له خپرولو سره په اسمان کې د انگلستان د بیرغ انځور جوړ کړ. په دې مراسمو کې د انگلستان ډیر شمیر هنرمندانو، لوړپوړو چارواکو او د ملکې د کورنۍ غړو گډون کړی وو.
که څه هم د انگلستان د المپیک لوبو د پرانیستلو مراسم، د چین په شان لوی نه ول، خو د دغو مراسمو جوړونکي دني بویال، د انگلستان د فرهنگ له ښوولو سره، یو ډیر ښه ابتکار کړی وو. بویال تر دې مخکې د اوسکار جایزه هم گټلې ده.
د بیرغونو رپیدل
د لندن د المپیک د لوبو په پرانیستلونکو مراسمو کې د ۲۰۴ هیوادنو شاوخوا ۱۰۵۰۰ ورزشکارانو د خپل هیوادونو بیرغونه له ځان سره لیږدول او د گډون کوونکو له مخکې تیر شول. د انگلستان د ورزشکارانو ډله تر ټولو وروستۍ ډله وه چې د خپل هیواد له بیرغ سره د مراسمو د گډونوالو له مخې تیر شول.
په دې مراسمو کې د ملگرو ملتونو سر منشي بان کي مون، او پخواني سوک وهونکي محمد علي کلې، د المپیک بیرغ له ځان سره ولیږدوه. تر هغه وروسته د لوبغاړو او حکم هئیت دوه تنو غړو د نورو ټولو په استازیتوب د المپیک لوړه تر سره کړه.
د انگلستان د فټبال ستوری دیوید بیکام، هم له یوې کښتې سره د المپیک د لوبو د پرانیستلو مراسمو ته راغی او د المپیک مشعل ئې ستیفن ردگریو ته وسپاره.
المان د المپیک له لوبو څخه سترې هیلې لري
المان د المپیک لوبو ته څه نا څه ۴۰۰ ورزشکاران استولي دي. دغه شمیره په ۲۰۰۸ کال کې د پیکینگ د المپیک لوبو ته تر استول شوو ورزشکارانو څخه ټیټه ده خو بیا هم داسې هیلې شته چې المان به د لندن د المپیک په لوبو کې هم د پیکینگ په شان بریالیتوبونه ولري.
المان په ۲۰۰۸ کال کې د پیکینگ د المپیک په لوبو کې ۴۱ مډالونه گټلي ول چې د هغوی په ډله کې ۱۶ د سروزرو، لس د سپینو زرو او ۱۵ د برونزو مډالونه ول.
دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: شمس الرحمان ناصر