د لاس تړلي مومي بې ساري موندنه ـ انځوريز راپور
لرغونپوهانو په پيرو هيواد کي تقريبا ۱۲۰۰ کاله زړه داسي مومي موندلې ده، چي په رسۍ يې پر مخ لاسونه تړل سوي دي. دا مومي د خپل طرز لومړۍ او بې مثاله مومي بلل سوې ده. په هکله يې نور جزيات دلته لوستلای سئ:
په رسۍ تړل سوې مومي
دغه مومي سوی جسد د پيرو هيواد له پلازمېني ليما څخه صرف په ۲۴ کلومترۍ فاصله کي موندل سوی دی. کارپوهان اټکل کوي چي دغه مومي سوی جسد به د ۸۰۰ او ۱۲۰۰ کالونو تر منځ زوړ وي.
دغه ځوان ښايي په خپل مرګ مړ وي
کارپوهان اټکل کوي چي موندل سوې مومي به د ۱۸ او ۲۲ کالو تر منځ عمر لرونکي نرينه وي. د دغې مومي مخ د هغې په لاسونو پټ دی.
مومي په چاخامارکيليا کي وموندل سوه
دغه مومي و پلازمېني ليما ته نژدې د چاخامارکيليا په سيمه کي تر مځکي لاندي په يوه خونه کي وموندل سوه. دغه خونه تقريبا څلورنيم فټه ژوره او ۱۰ فټه اوږده ده.
د مومي سره سپی هم موندل سوی
لرغونپوهانو د مومي څنگ ته د يو حيوان هډونه هم موندلي دي. هغوی اټکل کوي چي دا به د يو سپي هډوکي وي. د مومي سره په دغه خونه يا قبر کي سابه هم ايښودل سوي ول.
چاخامارکيليا يو لوی ښار ؤ
دغه مومي چي په کوم ځای کي موندل سوې، هلته له عيسوي ميلاد څخه ۲۰۰ کالو مخکي لوی ښار آباد سوی ؤ چي پکښي د لسو او شلو زرو تر منځ انسانانو ژوند کاوه. دغه ښار تر ۱۵۰۰ عيسوي کال پوري لا آباد او د خلکو مسکن ؤ.
د کاربن ميتود به يې دقيق لرغونوالی وښيي
کارپوهان غواړي چي د کاربن په مرسته د ځانگړي ميتود له لاري د دغې مومي دقيق لرغونوالی معلوم کړي.
يوه بې ساري او بې نظيره مومي
د کيدنې د دغې پروژې مشر لرغونپوه، پېتر فان دالن وايي چي دغه مومي بې مثاله او بې نظيره ده. دغه کيدنې د سان مارکوس پوهنتون له خوا تر سره سوي دي.