د قهوي څو اړخیزي اغیزي
قهوه د المانانو له پاره ډیر په زړه پوري څښاک دی، له بورې او شیدو سره او یا هم بې بوري. آیا د قهوي څښل روغتیا ته زیان نه رسوي؟
د المانانو له پاره تر ټولو ښه څښاک
قهوه د المانانو په زړونو کې حتی د اربشو د اوبو«بیر» په شان ځای لري. په اوسط ډول هر المانۍ په کال کې ۱۴۹ لیتره قهوه څښي، یا د ورځې دری پیالې. تر قهوي وروسته د اربشو اوبه د المانانو له پاره په زړه پوري څښاک دی. په متوسط ډول هر المانی په کال کی ۱۰۰ لیتره د اربشو اوبه څښي.
قهوه د انسان پر روح او جسم اغېزه کوي
قهوه د کافئین درلودونکې ده. دغه کیمیاوي ماده د زړه د فعالیت د ډیریدو سبب ګرځي چې د بدن رګونه پراخوي او د مغزو رګونه تنګوي. دا ماده د بدن د میکانیکي فعالیتونو تمرکز زیاتوي او انسان د یوې اوږدې مودې له پاره ویښ ساتي. قهوه د انسان د متعادۍ سبب هم ګرځیدلای شي.
د روغتیا په موخه د قهوې استعمال
په آلمان کي د شنه صلیب سازمان چې د ناروغیو وقایوي مسئولیت لري، اعلان کړی دی چې قهوه هیڅ ډول زیان نه لري او د ورځې څلور پیالې قهوه د انسان روغتیا ته ګټه رسوي. د دغه سازمان د څیړونو پر اساس قهوه د پارکینسون، آلزایمر او د ځیګر پر ناروغیو د اخته کیدو امکانات کموي.
هر څه د قهوې د الوبالو شکله میوې څخه پیلیږي
د قهوې لومړنۍ کروندې یا باغونه د افریقا په ختیځ هیواد اتوپیا کې وو. د قهوې کوچنۍ وني تر څلور مترو پوري لوړوالي ته رسیږي چې میوه يي الوبالو ته ورته شکل لري. د دې میوې رنګ د وخت په تیریدو سره له شین څخه زیړ او وروسته بیا سور کیږي.
د قهوې د کر لپاره تیارۍ
د قهوې الوبالو شکله میوې د لاس په وسیله شکول کیږي او وروسته بیا څو اونۍ په پرله پسې ډول لمر ته اچول کیږي تر څو ښه وچه شي. د قهوې پاسنۍ نرمه برخه په تدریج سره وچیږي او یوازي د قهوې وچه دانه پاتيږي.
د قهوې تیاري شوي دانۍ
وروسته له دې چې د قهوې میوه وچه شې پاسنۍ پوستکۍ ځیني ليري کوې. د قهوې دانو ته بویي ورکول کیږي او په وروستي پړاو کې هغه میده کوي. د میده کولو یا وړه کولو اندازه د قهوې په ډول پوري اړه لري.
برازیل د قهوې تر ټولو لوې صادرونکی هیواد
د قهوې کوچنۍ وني ټاکلي آب و هوا ته ضرورت لري. د قهوې په کروندو کې باید نه هم هوا ډیره ګرمه، او نه ډیره سړه وي. هره ورځ د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې قهوه پلورل کیږي. برازیل د نړۍ تر ټولو ستر د قهوې صادرونکی هیواد دی، ویتنام او کولمبیا تر برازیل وروسته په دوهمه او دریمه درجه کي راځي.
هامبورگ ټولي اروپا ته د قهوې د لیږد مرکز
هر کال د قهوې د محصولاتو اندازه په ټوله نړۍ کې اته میلیونه ټنو ته رسیږي چې زیاته برخه يي نورو هیوادونو ته صادریږي. د هامبورګ بندر د المان بازارونو، د سکاندیناوې هیوادونو او ختیځي اروپا هیوادونو ته د قهوې د لیږد تر ټولو لوې بندر دی.
د سبزيجاتو ځای قهوې نيولی دی
د قهوې د محصول د زیاتوالي پخاطر د قهوې کروندو ته په پرله پسی ډول پراختیا ورکول کیږي. له همدې امله په ډیرو هیوادونو کې قهوې د نورو محصولاتو د کښت ځای نیولی دی. په دغو هیوادونو کې د مختلفو سبزیجاتو د کرلو ځای قهوې نیولی دی.
د ځنګلونو لمنځه تلل
په ډیر شمیر هیوادونو کې د قهوې د کروندو د پراخوالې په موخه ځنګلونه لمنځه وړل کیږي. د قهوې د کروندو د ساتنې په موخه د کیمیاوي سرو« کودونه» څخه استفاده کیږي چې په اوږده موده کې د ژوندیو موجوداتو د چاپیریال له پاره خطرناک دي. په دا ډول شرایطو کې د اکولوژیکي قهوې تولید کیدای شې د معمولي قهوې بدیل وګرځي، خو د دا ډول قهوې تولید په نړیواله کچه ډیر کم دی.
په اتوپيا کې د قهوې کروندې د لمنځه تللو په حال کې دي
قهوه اوس د نړۍ په ډیر شمیر هیوادونو کې کرل کیږي خو په خپل اصلي ټاټوبي «اتوپيا» کې د نابودي په حال ده. په اتوپيا کې د قهوې کروندې د «کافا» په نامه د دغه هیواد په یوه غرنيزه سیمه کي دي، خو دغه ځنګلونه د ونو د چپه کولو له امله د له منځه تلو په حال کې دي. نړیوال سازمانونه هڅه کوې چې د دغو ځنګلونو د لمنځه تلو مخه ونیسي.
د قهوې تر ټولو قیمتي ډول
د"Ivory" یا تورې قهوې په نامه تر ټولو گران بيه قهوه په تایلنډ کې تولیدیږي. د دې قهوې داني فیل ته ورکول کیږي او تر لږ وخت وروسته يي فیل له خپلو غايطه مواد سره خارجوې. د قهوې دا دانې بیا راټولیږي او وروسته يي میده « وړه» کوي.