د قبرس په سواحلو کې ۹۳ تنه مهاجر ژغورل شوي دي
۱۳۹۵ بهمن ۱۷, یکشنبهپه دغې کشتې کې د ۴۲ تنو ماشومانو او ۱۷ ميرمنو په ګډون ۹۳ تنه چې ګمان کیږي سوريايي مهاجر به وي؛ سپاره ول. دغو مهاجرو غوښتل چې د قبرس «کاتو پيرګوس» سيمې ته ځانونه ورسوي.
يوه قبرسي افسر لوکاس هادجی میخایل اسوشتيد خبري آژانس ته وويل چې په کشتۍ کې سپاره ټول مهاجر، د ښه روغتيايي وضعيت څخه برخمن چې وروسته له دې به پلازمينې «نیکوسیا» ته نژدې، د نوم ليکنې يو مرکز ته انتقال شي.
پولیسو ويلي دې چې د مهاجرو کشتۍ مخکې له دې چې د «کاتو پيارکوس» کلي ته ځان ورسوي، له ساحل څخه شاوخوا ۱۵ کيلومتره لرې په اوبو کې ودرول شوه.
په عين حال کې ځايي رسنيو ويلي دي چې ژغورل شويو مهاجرو پوليسو ته ويلي دي چې دوي له ترکيې څخه حرکت کړی وو او هر يو يې قاچاقبرانو ته دوه دوه زره ډالر ورکړي چې تر قبرسه یې ورسوي.
په دغې سيمه کې د انسان قاچاق کونکي چې ډیری وخت له ترکيې څخه مهاجر قاچاق کوي، فعاليت کوي.
د تيرکال په سپتمبر مياشت کې ۸۳ او نوامبر میاشت کې ۱۲۸ تنه سوريايي مهاجر هم په ورتو پيښو کې ژغورل شوي وو.
قبرس، د اروپايي اتحاديې غړی کوچنی هيواد دی چې د سورې سره په۱۰۰ کيلومتري واټن کې پروت دی. دغه هيواد تر اوسه پورې د مهاجرو له منلو څخه ډډه کړې ده.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.01.2017):