د فیمین ډلې غړې له اوکراین څخه تښتیدلې دي
۱۳۹۲ شهریور ۱۰, یکشنبهد فیمین ډلې انترنتي پاڼې د شنبې په ورځ لیکلي دي چې د دغې ډلې درې تنې بنسټ ایښودونکې الکسندریا شیوچینکو، انا هوتسول او یونا ژدنوا له اکراین څخه د خپل ځان د خوندي کولو په موخه تښتیدلې دي.
په دې پاڼه کې راغلي دي چې دغو درو تنو تر هغه وروسته له اکراین څخه تېښتې ته پریکړه وکړه چې پولیسو د جمعې په ورځ هغوی د څیړنو له پاره خپل دفتر ته وغوښتل. که څه هم په پاڼې کې دا خبره نه ده روښانه شوې چې د فیمین ډلې درې واړه بنسټ ایښودونکې کوم اروپايي هیواد ته تللې دي خو زیاته شوې ده چې هغوی به په اروپا کې خپل فعالیتونه جاري وساتي.
د پنجشنبې په ورځ پولیسو ویلي وو چې د فیمبن ډلې د کیف په دفتر کې یې یوه تومانچه او یو لاسي بم موندلی وو. چارواکو ویلي وو کله چې دوې ته د یوه ناپيژندل شوی کس له خوا معلومات ورکړل شول، نو په کیف کې یې د فیمین ډلې دفتر تلاشي کړ. له دې سره نو د دغې ډلې په اړه رسمي څیړنې پیل شوې دي.
د فیمین ډلې غړو ویلي دي چې هغوی وسلې نه لري او پر چارواکو باندې یې تور لگولی دی چې دغه وسلې یې د فیمین ډلې په دفتر کې ځای پر ځای کړي دي ترڅو د هغوی د نورو فعالیتونو مخه ونیسي. دې ډلې وروسته دا خبره هم اعلان کړه چې په کیف کې یې خپل دفتر پریښی دی ځکه د دغې ډلې د غړو په اند چارواکوي په دې دفتر کې د غږ ثبتولو آلې نصب کړې دي.
د فیمین ډلې غړې نجونې او ښځې ډیر وخت سیاسي اعتراضونه د خپل ځان له بربنډولو سره کوي. دغه ډله په لومړي سر کې په اکراین کې رامنځ ته شوه خو اوس یې مرکزي دفتر په پاریس کې دی. د فیمین ډله ډیر وخت د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین باندې نیوکې کوي.
دغې ډلې همداراز ادعا کړې ده چې یو شمیر غړي یې د اکراین د استخباراتي کارکوونکو له خوا ربړول شوې وې. فینین همداراز ادعا کړې ده چې دا کار د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو په اشاره شوی وو.