«د فلوريدا روغ لېوني د عراق په جګړه کي برخه اخيستې وه»
۱۳۹۵ دی ۱۸, شنبهد پوليسو په وينا يو وسله وال کس د فلوريدا په يو هوايي ډګر کي په ډزو کي ۵ انسانان ووژل او ۸ نور يې ژوبل کړل. د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزارت ويلي دي چي ډزي کوونکی کس ۲۶ کلن دی او د پورتو ريکو او الاسکا د ملي ګارد پخوانی عسکر دی.
د دفاعي چارو وزارت ويلي چي نيول سوی وسلوال کس د ۲۰۱۰ کال له اپريل مياشتي بيا د ۲۰۱۱ کال تر فبرورۍ مياشتي په عراق کي مستقر ؤ. د امريکا د متحده ايالاتو دغه وزارت زياته کړې چي دغه کس په ۲۰۱۶ کال له پوځ څخه ووت. دغه څرګندونې د ياد وزارت يو چارواکي کړي دي.
د اسوشيېتد پرېس خبري آژانس د يو خبر له مخي د ډزي کوونکي کس ورور ويلي چي بريدګر تر روانې درملنې لاندي ؤ.
رسنۍ: په سامان کي وسله
يو عيني شاهد و (NBC) تلويزيون ته ويلي:«هغه بېله هدف شاوخوا ډزي کولې.» د (NBC) تلويزيون د راپور له مخي بريد د ياد هوايي ډګر په دويم ترمينل کي وسو. د برووارد په نوم د پيښي د ځای د پوليسو مشر يا شېرف سکاټ اسرائيل ويلي چي د وسله وال کس د بريد څخه وروسته بېله مقاومت څخه پوليس پرېښودل چي دی ونيسي.
د متحده ايالاتو د رسنيو د خبرونو له مخي بريدګر له کاناډا يا له الاسکا څخه په الوتکه کي د فورت لاودردېل دغه هوايي ډګر ته راغلی ؤ. ويل سوي چي وسله د نوموړي په هغه سامان کي وه چي هغه و الوتکي ته ورکړی ؤ. په متحده ايالاتو کي د دې اجازه سته چي مسافر خپلې قانوني وسلې په هغه سامان کي کښېږدي چي د ځان سره يې خپلې چوکۍ ته نه خېژوي بلکه الوتکي ته يې ورکوي.
د رسنيو د راپورونو له مخي بريدګر چي کله خپل سامان تر لاسه کړ نو يو توشناب ته ولاړ او هلته يې خپله وسله چمتو کړه.
د دغه بريد په تړاو د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش پخواني حکومتي وياند آري فلايشر پر ټويټر پاڼه خبر ورکړ. نوموړی هم د بريد پر وخت په هوايي ډګر کي موجود ؤ. هغه ليکلي ول: «ډزي وسوې. ټول خلک په ځغاسته کي دي.» وروسته فلايشر وليکل چي «اوس آرامي سوه خو پوليس هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چي له هوايي ډګر څخه ووزي.»
د ډزو وروسته په مؤقتي توګه دغه هوايي ډګر وتړل سو. دغه هوايي ډګر هر کال تقريبا ۲۵ مليونه مسافرو ته د پروازونو آسانتياوي برابروي. په زياته هغه مسافر چي و نژدې استراحت ځايونو ته سفرونو کوي پر دغه هوايي ډګر يې الوتکي بدليږي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.07.2016):