د فلم د ثبت پر مهال یو لوبغاړی ومړ
۱۳۹۰ آبان ۱۹, پنجشنبهد یوه تلویزیوني چاینل په حواله د سیلویستر ستیلیون چې په افغانستان کې یې ډیری خلک د «رانبو» په نوم پیژني د راتلونکې فلم د ثبتولو پر مهال یو لوبغاړی لومړی سخت ټپي شو او وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ستیلون تیر کال خپل وروستۍ فلم د The Expendables تر نوم لاندې بازار ته عرضه کړ. هغه په خپله دغه فلم جوړکړی وو او په کې یې یو مهم رول هم درلود.
اوس د دغه فلم پر دویمې برخې هم کار روان دی. د دغه فلم په دویمه برخه کې د هالیود مشهوره لوبغاړې لکه پخپله ستیلون، ارنولود، بروس ویلس، ویندم او ډیری نور لوبغاړي حضور لري. د فلم دایریکټر سیمون ویست دي او لګښت یې هم سل میلیونه ډالر تخمین شوی دی.
په هالیود کې ډیری ځلي د فلم اصلي لوبغاړې خطرناکې صحني نه اجرا کوي. د دوی پر ځای ځیني نور مسلکي کسان دغه صحني اجرا کوي چې بیا په فلم کې داسي ښکار کیږي چې صحنه د اصلي لوبغاړې لخوا اجرا شوي ده. هغو لوبغاړو ته چې خطرناکې صحني اجرا کوي Stuntman وایي.
د رپورټونو په حواله د The Expendables 2 د ثبتولو پر مهال یو «ستنت من» هغه وخت سخت ټپې شو چې د فلم د یوې صحني لپاره یوه چاودنه رامنځ ته شوه. دغه ستنت من د تپي کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د فلم مسؤلینو د پیښې پخلی کړی دی خو زیاته کړې یې ده چې دوی ګرم نه دي.
د The Expendables 2 د فلم د ثبتولو چارو په بلغاریا کېږې او د راتلونکې کال د اوړې په اخرو کې به د سینما پردو کې ښکاره شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل