1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فضل الرحمن څرګندونې؛ د پنډۍ د رضایت خپلولو هڅه؟

۱۴۰۰ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

د پي ټي ام په اړه د مولانا فضل الرحمن څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه راپارولي دي. ځینې انتقاد کوونکي د هغه څرګندونې د سټبلشمنټ د رضایت راخپلولو هڅه ګڼي.

https://p.dw.com/p/3sHEc
Pakistan, Peshawar: Proteste gegen die Regierung von  Imran Khan - Fazal-ur Rehman
انځور: Reuters/F. Aziz

د مولانا فضل الرحمن تر څرګندونو وروسته د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه ادامه لري. د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د آی اس آی له پخواني مشر جنرال حمید ګل سره د مولانا فضل الرحمن اخیستل شوی عکس خپروي او انتقاد پرې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر ډاکټر سید عالم محسود، د مولانا فضل الرحمن پر څرګندونو سخت غبرګون ښوولی او هغه یې «سوداګر مولوي» بللی. د هغه په خبره خلک په سو تفاهم کې دي چې مولانا فضل الرحمن د ستبلشمنټ ضد کس دی. هغه د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «ټي ال پي [تحریک لبیک پاکستان]، چې ودانیو ته یې زیان واړاوه او پولیس یې یرغمل ونیول مولانا یې ملاتړ کوي او پي ټي ام [پښتون ژغورنې غورځنګ] چې هیڅکله یې یوه ګلدانۍ هم نه ده ماته کړې او تل سوله ایز وي، هغه یې افراطي او ترهګر بللي.»

هغه زیاته کړې: «د فضل الرحمن اصلي ستونزه دا ده چې هغه سټبلشمنټ ته وایي چې په پخوانیو قبایلي سیمو او افغانستان کې یې په تاوتریخوالي کې د پنډۍ ملاتړ کړی، خو پنډۍ بیا واک یوه کریکټر ته ورکړ. دا مولانا رای له پښتنو اخلي او غلامي د بل چا کوي. هغه پښتانه او پښتانه دواړه پلورلي، دا لوی سوداګر دی.»

د سید عالم محسود په خبره ټول پښتانه دې ته سترګې په لار دي چې مریم نواز شریف او نواز شریف د دغو څرګندونو په هکله څه ډول غبرګون ښيې.

د څرګندونو غندنه

د عوامي نیشنل ګوند پخوانې غړې بشرا ګوهر د مولانا فضل الرحمن څرګندونې په کلکه غندلي دي. هغې د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د یوې سوله ایزې ډلې پر ضد د زهرو په شیندلو سره مولانا فضل الرحمن د پښتنو سپکاوی کړی چې ځاني قربانۍ یې ورکړي، د ترهګرۍ ښکار شوي او نن هم د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد مبارزه کوي.»

د بشرا ګوهر په خبره «فضل الرحمن ریاست ته دا څراغ ورکړی دی چې د هغوی خدمت کولو ته چمتو دی او په سیمه کې د نوي نیابتي جګړې په صورت کې دی خدمات وړاندې کولی شي. هغه د ملا ملټري اتحاد [د ملایانو او پوځ اتحاد] غوښتونکی دی. دا لومړی وار نه دی چې هغه خپل خدمات وړاندې کوي».

سیاسي رقابت

د پاکستان پر سیاست ژور نظر ساتونکی خبریال او شنونکی رحیم الله یوسفزی وایي چې د فضل الرحمن له لوري دغه ډول څرګندونې د حیرانتیا وړ دي. هغه د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د پي ټې ام په رامنځ ته کیدو سره د مولانا ګوند په فاټا کې په ټاکنو کې ځینې څوکۍ وبایللې. مولانا فضل الرحمن له سیاسي اړخه له پي ټي ام څخه زیان لیدلی، خو دومره سخت غبرګون حیرانوونکی دی.»

د رحیم الله یوسفزۍ په خبره له سټبلشمنټ څخه مولانا په آسانۍ امتیاز نه شي ترلاسه کولی: «هر وارې له ټاکنو دمخه مولانا دا فکر کوي چې شاید لږ تر لږه به په خیبر پښتونخوا کې د جی یو آی ف (جمعیت علما اسلام) حکومت جوړ شي، خو کله چې دغه حکومت رامنځ ته نه شي نو هغه پر سټبلشمنټ باندې تورې پورې کوي.»

نامناسبې څرګندونې

په پي ډي ام (د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ چې د اپوزیسیون یو شمیر ګوندونه پکې شامل دي) کې شامل ځیني ګوندونه د مولانا فضل الرحمن دغه څرګندونې مناسبې نه ګڼي. د نیشنل ګوند یوه سیاستوال اکرم بلوچ له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «ترهګري یو دروند تور دی او مولانا ته داسې څرګندونې کول نه وې په کار.»

ځایي خبریال د جمعیت علما اسلام فضل الرحمن ګروپ غړو سره د اړیکو نیولو هڅه وکړه، خو هغه تلیفون ته ځواب نه وایه.

عبدالستار، اسلام آباد