د فراه جگړه د بریدگرو په وژلو پای ته ورسېده
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبهاعلان
د فراه ولايت وياند فقيب الله فراهي رسنيو ته ويلي دي، چي څلور تنه ځانمرگي بريد کوونکي د ولايت مقام ودانۍ ته تر ور ننوتلو لږ وروسته ووژل سول.
له فراه څخه عيني شاهدان وايي، چي ددغه ولايت د مقام پر ودانۍ څلورو تنو ځانمرگو بريدکوونکو چي په يوه کرولا ډوله موټر کي سپاره ول لومړی د ولايت ودانۍ په دروازه کي يوه چاودنه وکړه او وروسته په ودانۍ ورننوتل او جگړه پيل سوه.
ويل کيږي، چي د بريد پر مهال د فراه والي په ودانۍ کي له قومي مشرانو سره په يوه غونډه کي وو. خو هغه ته کوم تاوان نه دئ رسېدلی.
وروستي راپورنه وايي، چي په پيښه کي ۷ تنه وژل سوي دي، چي ۶ تنه يې پوليس او يو ملکي وگړی دئ او دغه راز د ملکي کسانو په گډون ۱۲ تنه نور ټپيان سوي دي.
په دې اړه به بشپړ راپور لږ وروسته پرليکه سي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش