د فرانکفورت د کتابونو نندارتون پرانيستل سو
۱۳۹۱ مهر ۱۹, چهارشنبه
دغه نندارتون چي د سه شنبې په ورځ پرانیستل شوی دئ پکښې تر سلو د ډیرو هیوادونو کتاب خپرونکو ګډون کړی دئ. په دې نندارتون کې شاوخوا ۱۰۰۰ لیکوالان هم شته. دغه پنځه ورځنی نندارتون په نړۍ کې د کتابونو د ژباړي د حق پلورلو تر ټولو لوی مارکیټ بلل کیږي.
د سږني نندارتون اصلي مېمله د نوي زیلاند هیواد ټاکل شوی دﺉ. د دې نندارتون د مېلمنو په ډله کي د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله، او د نوي زیلاند د لومړی وزیر مرستیال سیمون ویلیم هم شامل دي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله وویل: «د المانیانو تر ټولو لویه سرمایه د هغوی تر پښو لاندي نه، بلکې د هغوی د غوږنو تر منځ ده.»
نوی زیلاند د فرانکفورت د نندارتون ځانګړی ګډونوال
شاوخوا ۷۰ نوي زیلاندي لیکوالانو د کتابونو په دغه نندارتون کې ګډون کړی دﺉ. نوی زیلاند غواړي چې د کتابونو د چاپیدو په برخه کې پرمختګ وکړي. په نوي زیلاند کې هر کال لس عنوانه کتابونه چابیږي.
د نندارتون جوړونکې اورزلا کریشل، ده چې په ۲۰۱۲ کال کې ئې د خپل کتاب له کبله په المان کې یوه جایزه هم گټلې ده. د فرانکفورت د کتابونو په نندارتون کې همداراز ۱۲ تنو لیکوالانو ته د اروپایي ټولنې د ادبیاتو جایزه ورکړل شوه. د جایزو له گټونکو سره به د هغوی د کتابونو د ژباړي به برخه کې مالي مرسته وشي.
د فرانکفورت د کتابونو نندارتون گډونوال به د الکترونیکي کتابونو په اړه هم خبري وکړي. په دې نندارتون کې به همداراز پر دې باندي خبرې وشي چي ایا د دې امکان شته چې د کتابونو د خپرولو سنتي طریقو ته بدلون ورکړل شي او که نه.
تمه کیږي چې د فرانکفورت د کتابونو نندارتون ته به شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ لیدونکي ورشي.
مسعود جهش (د المان خبري آژانس، اي پي دي)
کتونکی: نجیب الله زیارمل