1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې په جنوب کي جرمنۍ الوتکي رالوېدلې ده

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۴, سه‌شنبه

د «جرمن وينگس» هوايي شرکت يوه A320 ډوله «ايربوس» الوتکه په فرانسه کي رالوېدلې ده. کيدای سي په دغه الوتکه کي نزدې ۱۵۰ انسانان وژل سوي وي. الوتکه د هسپانيا له برسيلونا څخه د جرمني د دوسلدورف هوايي ډگر پر لور الوتې وه.

https://p.dw.com/p/1Ew7S
انځور: imago/Enters

د پوليسو او هوا نوردۍ ادارې د معلوماتو له مخي د فرانسې په جنوب کي رالوېدلې الوتکه د آلمان په «جرمن وينگس» هوايي شرکت پوري اړه لري.

الوتکه نن د سه شنبې په ورځ سهار له برسيلونا څخه دوسلدورف ته الوتې وه. د فرانسې «La Provence» ورځپاڼه د پوليسو او هوانوردۍ ادارې د چارواکو په حواله راپور ورکړی دئ، چي په دغه الوتکه کښي ۱۴۲ مسافر سپاره ول.

پر دې سربيره دوه پيلوټان او ۴ تنه خدمه نور هم شامل دي. د الوتکي د رالوېدو علت تر اوسه پوري معلوم نه دئ.

په پاريس کي د فرانسې د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د الوتکي ټوټې د بارسلونت سيمي په آلپين ساحه کي کشف سوي دي.

د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند ويلي دي چي دی فکر نه کوي په الوتکه کي دي له ۱۴۸ انسانانو څخه يو هم ژوندی پاته سوی وي.

هغه ويلي دي: «د دې پيښي څرنگوالی چي تر اوسه ئې لا په اړه معلومات نسته موږ ته دا راښيي چي د ژوندي پاته سوو په اړه ډېره تمه ونه لرو.» په قربانيانو کي به احتمالاً ډېر آلمانان شامل وي.

د فرانسې د هوايي چارو ادارې ويلي دي چي الوتکي د سهار پر ۱۰بجو او ۴۹ دقيقو له دوی سره پيړنی تماس نيولی وو او تر هغه لږ وروسته له راداره ورکه سوه. په فرانسه کي رسنيو ويلي دي چي الوتکي تر مخه لا خپله ارتفاع غلطه کړې او د هدف لاري ئې بدله سوې وه.