1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې ولسمشر د ایران د تړون د پراخیدو پلوي دی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، له دویچه ویله سره په مرکه کې د ایران له اتومي تړون څخه د امریکا وتل یوه «اشتباه» بللې او وايي، چې د تړون د غځیدو پلوي دی. هغه ټیګار کړی دی چې اوس نو اروپا د دې تړون مسئوله ده.

https://p.dw.com/p/2xTy2
Karlspreis 2018 zu Aachen | Emmanuel Macron, Präsident Frankreich | DW-Interview
انځور: DW/B. Riegert

مکرون: د ایران له اتومي تړون څخه وتل اشتباه ده

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي چې اروپا باید له ایران سره په ۲۰۱۵م کال کې له شوي تړون سره خپله ژمنتیا تازه کړي چې په سیمه کې ثبات وساتل شي.

هغه ویلي دي: «د اروپا پریکړه موږ ته اجازه راکوي چې همدا اوس د ایران د اتومي فعالیتونو د بیا پیلیدو او د اړیکو د ترینګلتیا مخه ونیسو.»

هغه ټینګار کړی دی چې په دې برخه کې تر ټولو مهمه موضوع په منځنی ځتیځ کې د سولې او ثبات ساتل دي.

د فرانسې ولسمشر د اروپا له پاره د خپلو فعاليتونو په پايله کې د پنجشنبې په ورځ د آلمان په اخن ښار کې د «کاریز نړیواله جایزه» ترلاسه کړه. مکرون د جایزې د منلو پر مهال په خپله بیانیه کې د اروپايي پروژې ستاینه وکړه چې په خبره یې په تیرو ۷۰ کلونو کې یې د دې سیمې سوله ساتلې ده. هغه همداراز د اروپايي ټولنې د راتلونکې له پاره خپل لیدلورې هم انځور کړ.

هغه د غړو هیوادونو تر منځ د لا ډیر اتحاد غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ چې د یورو زون او مهاجرو د کړکیچونو پر مهال رامنځ ته شویو اختلافونو اروپايي پروژه تر پوښتنې لاندې راوستې وه.

Verleihung Internationaler Karlspreis an Macron
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرونانځور: Getty Images/AFP/L. Marin

ایمانویل مکرون ټینګار وکړ چې د اروپايي ټولنې یوه ګډه بودجه د دې ټولنې د اتحاد د تضمین له پاره حیاتي ارزښت لري. هغه وویل: «موږ یوې پیاوړې اروپايي بودجې او داسې یورو زون ته اړتیا لرو چې خپله بودجه ولري او وشي کولای چې د پانګونو او غړو هیوادونو تر منځ نزدیوالي ته لاره هواره کړي.»

مکرون زیاته کړه: «موږ باید د یوې نوې او پیاوړې اروپا له پاره مبارزه وکړو... همدا اوس یې وخت دی.»

د فرانسې ولسمشر همداراز په دیپلوماتیکو برخو کې هم د یوې پیاوړې اروپا غوښتنه وکړه. هغه وویل: «اروپا باید خپل برخلیک په خپل لاس کې ونیسي. ځکه که یو هیواد خپله ژمنه ماتوي نو ضروري نه ده چې موږ ټول خپل د حرکت مسیر بدل کړو.»

مکرون وویل: «که موږ نورو ته اجازه ورکړو چې زموږ د سیاستونو په اړه پریکړې وکړي، نو موږ به نور اعتبار و نه لرو او زموږ خلکو ته به د با اعتباره خلکو نظر و نه شي.»

د کاریز نړیوالې جایزې ورکوونکو ویلي دي چې د فرانسې ولسمشر ته د «نوې اروپا له پاره د هغه د لید لوري» او د نشنلیزم او منزوي کیدو پر ضد د هغه د «پریکړنده دریځ» له کبله دغه جایزه ورکول کیږي.

په اروپايي ټولنه کې اصلاحات

Verleihung Internationaler Karlspreis an Macron
ایمانویل مکرون او انګلا میرکلانځور: Reuters/W. Rattay

ایمانویل مکرون له ډیر وخت راهیسې د اروپايي ټولنې د پیاوړي کیدو او په دې بلاک کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې اوسنی جوړښت د هیڅ یوه غړي په ګته هم نه دی او له دې کبله باید ټول اصلاحات رامنځ ته کړي.

مکرون زیاته کړه: «زموږ د حاکمیت حق د هر څه چې جریان لري په واسطه ازمویل کیږي. د ایران کړکیچ، د سوداګري کیچونه، د دیجیتالې نړۍ ننګونې، د انرژي لیږد، مهاجرت او د خپل ځان دفاع زموږ وړتیا ښيي.»

مکرون ټینګار کړی دی چې باید په اروپا کې په دې برخو کې پرمختګ رامنځ ته شي. هغه وویل: «زه داسې یوه اروپا غواړم چې لا دیموکرایتکه او بیروکراتیکه وي

د ایران په اړه د دې مرکې برخه دلته ولولئ:

دویچه ویله: کله چې تاسو په واشنګټن کې واست، نو هڅه مو وکړه چې د ایران اتومي تړون وژغورئ. ولې ناکامه سواست؟

ایمانویل مکرون: زه فکر کوم چې تر ټولو مهمه موضوع په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات ساتل دي. په واشنګټن کې، ما دا ویلي چې زه په دې خبره پوه شوی وم چې ولسمشر ترمپ غوښتل چې د ۲۰۱۵م کال له تړون څخه ووځي او زموږ په ګډ خبري کنفرانس کې ما وړاندیز کړی وو چې موږ پر یوه لا پراخ چارچوب باندې کار وکړو.

زه د [امریکا متحده ایالاتو] د دې تړون له کبله ډیر خواشینی یم. زه فکر کوم چې دا یوه اشتباه ده. له همدې کبله اروپايانو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ۲۰۱۵م کال په تړون کې پاتيږي. دا خبره ما ولسمشر روحاني ته هم وکړه.

موږ پر دې تړون باندې مذاکرې سره وکړې او بیا مو لاسلیک کړ. دغه تړون موږ ته د دې امکان راکوي چې تر ۲۰۲۵م کاله پورې د ایران دفاعي اتومي فعالیتونه وڅارو. خو دغه تړون باید تر ۲۰۲۵م کاله پورې د اتومي فعالیتونو، په سیمه کې د بالیستیک فعالیتونو او په عراق، یمن، سوریه او لبنان کې د سیمه ییزو فعالیتونو [په اضافه کولو] سره بشپړ شي.

کله چې زه په واشنګټن کې وم، نو ما ولسمشر ترمپ ته وویل: «هر څه مه له منځه وړه، خو دغه موضوعګانې تا اندیښمنوي، نو راځي چې پر یوه پراخ چارچوب باندې کار وکړو.»

خو هغه پریکړه وکړه چې ترینګلتیا رامنځته کړي. زه فکر کوم چې دغه تړون باید په یوه پراخ تړون بدل شوی وای. دا هغه څه دي چې موږ اروپايي هیوادونه یې باید له اروپايي ټولنې سره وکړو، له بریتانیا، آلمان او فرانسې سره. موږ باید یو ځل بیا تائيد کړو چې د ۲۰۱۵م کال له اتومي تړون سره تړلي یوو، ځکه د ایران رژیم باید خپل فعالیتونه له سره پیل نه کړي.

تاسو خبر یاست چې هغوی خپل فعالیتونه درولي. دا هغه څه دي چې ایرانیانو په خپل بیان کې راوستي دي. وضعیت له لاسه نه دی وتلی. د اروپا پریکړه موږ ته د دې امکان راکوي چې د اوس له پاره فعالیتونه ودروو او د دې وضعیت د لاسه وتلو مخه ونیسو. له همدې کبله موږ باید له خپلو متحدینو سره کار وکړو چې په سیمه کې د حالاتو خرابیدیل محدود کړو. دا هغه څه دي چې موږ یې له میاشتو راهيسي هڅه کوو. له همدې کبله باید موږ د موضوعګانو لمن پراخه کړو چې په سیمه کې د سولې او ثبات یوه لا پراخ چارچوب ته اړخونه داخل شي.

دویچه ویله: تاسو واياست چې اروپایان به په تړون کې د پاتېدو هڅه وکړي. خو له امریکا متحدو ایالاتو پرته، دغه تړون څومره ارزښت لري؟ ایا دغه وړاندیز به د ایران له پاره د منلو وي؟

ایمانویل مکرون: دا به په راتونکو اوونیو او میاشتو کې زموږ تمرکز وي او دا هغه دنده ده چې موږ په اروپايي ټولنه او ایران کې خپلو د بهرنیو چارو وزیرانو ته سپارلې ده.

دویچه ویله: ستاسو وړاندیز به څه وي؟

ایمانویل مکرون: دا تړون موږ ټولو لاسلیک کړی دی. ایا دا چې یو اړخ ترې ووت، هر څه پای ته رسیدلي په داسې حال کې چې لاسلیکوونکي خپله ژمنتیا تازه کوي؟ زه فکر کوم چې په هر صورت کې دا د افسوس ځای دی ځکه موږ اټکل کړی وو، موږ اوس د هغه د پریکړې په اړه پښیماني ښوولی شو، خو دا خبره مهمه ده چې موږ ټول په بشپړه توګه په سیمه کې پر ثبات او سولې باندې متمرکز پاتې شو.

دویچه ویله: خو وضعیت ډیر خطرناک دی. ایا د امریکا او اروپا اړیکې خرابې شوي؟

ايمانويل مکرون: ځیني موضوعګاني د ترینګتیا وړ دي، خو په عین حال کې زموږ او د ایران تر منځ د نزدیوالي ډیرې موضوعګانې هم شته. زه فکر کوم چې موږ د پراخو مذاکراتو له لارې تر دې هم مخکې تلی شو. ما د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له انګلا میرکل او تریسا مې سره د دغو خبرو اترو وړاندیز وکړ. موږ غواړو په دې جهت کې کار وکړو.

موږ په تجارتي سطحه هم پلانونه لرو او زه فکر کوم چې د دې موضوع درناوی باید وشي. موږ یو ډیر پیاوړی تجارتي شریک هیواد یوو، امریکا متحد ایالات یو متحد دی، خو موږ باید د ځینو اصولو پالنه وکړو. هغه د نړیوال سوداګریز سازمان اصول دی چې موږ یې باید پالنه وکړو او نور یې باید پالني ته راوبلو.

دا ډیره مهمه ده چې موږ اروپايان باید یو څو هیواديز چارچوب وساتو. موږ د نظرونو نزدیوالی لرو او موږ یوځای کار کوو او له امریکا سره په ګډه د ترهګري پرضد مبارزه کوو. په سوريه کې موږ له نړیوال ایتلاف سره یوځای کار کوو. په افریقا کې موږ په ساحل او صحرا زون کې د اسلامپاله ترهګرۍ پر ضد کار کوو. موږ ځینې اختلافونه لرو خو پر هغوی سربیره هم موږ ګډي ګټې لرو او هغه زموږ ګډ امنیت ته د کار اراده ده.

موږ اوس په یوې تاریخي مقطې کې یوو او موږ باید دغه څو هیوادنی جوړښت وساتو چې موږ د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې رامنځ ته کړ. کله هغه له ګواښ سره مخامخیږي. موږ باید یو منځ لاری قوي لیبرالیزم رامنځ ته کړو. دا خبره ما په واشنګټن کې هم وکړه. فرانسې، آلمان او بریتانیا په ګډه له ایران سره خبرې اترې وکړې.