د فرانسې د دفاع وزیر په ناڅاپی سفر کابل ته رسیدلی
۱۳۹۰ دی ۱۰, شنبهلونګې به په افغانستان کي د افغان ولسمشر، حامد کرزي، او د خپل افغان سيال عبدالرحيم وردګ سره هم وويني. لونگې په داسې حال کې کابل ته رسيږي چي دوه ورځي تر مخه یو افغان چې د ملي اردو يونيفورم یې پر تن وو په کاپيسا ولايت کي دوه فرانسوي عسکر ووژل.
لونگې به په افغانستان کي لومړۍ د خپلو دوو وژل شوو سرتیرو د وير په غونډې کي برخه واخلي. د هغه وروسته به د دغه سرتیرو مړي فرانسې ته ولېږدول سي.
د ۲۰۰۱ مېلادي کال راهيسې په افغانستان کې ۷۸ فرانسوي عسکر وژل شوي دي. په افغانستان کي اوس ۳۶۰۰ فرانسوي سرتیري د ناټو تر مشرې لاندې په پوځي ماموريت بوخت دي. فرانسې څه موده وړاندې له افغانستان څخه خپل ۴۰۰ سرتیري راویستلي وو.
د تیرو لسو کلونو په پرتله ۲۰۱۱م کال په افغانستان کې د فرانسویانو لپاره تر ټولو خونړۍ کال وو. په دغه کال ۲۶ تنه فرانسوي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي.
په افغانستان کې په اوسنې وخت کې د ملي اردو تر څنګ کابو ۱۳۰ زره بهرني سرتیري د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به له افغانستان څخه ټول بهرني سرتیري راووځي او د ټول هیواد په کچه به امنیتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل شي. خو یو شمیر فرانسويان به د افغان پوځ د روزلو په خاطر په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
تیره اونۍ د دوه فرانسوي سرتیرو تر وژل کیدو وروسته فرانسې وویل چې دغه هیواد د افغان پوځ سره مرستو ته ژمن دی.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش