د غذایی رژیم او وزن د کمیدو په هکله گټوری لارښوونې
سمه تغذیه او د وزن کمول هغه هدفونه دي چی هرڅوک غواړی هغو ته ځان ورسوي. خو په دې لاره کی کله کله سړی کامیابه او کله هم له ناکامۍ سره مخامخ سي. نوموړي هدف ته د رسیدو له پاره په دغو انځورونو کی ځینی لارښوونې سوي دي
د پلاستیکی لوښو استعمال ته باید پام وسی. پلټنو ښودلې چی په هغو کی د "بیسفنول ای" (BPA) په نامه یو ډول کیمیاوي ترکیب موجود دی چی په بدن کی د هورمونو د بدلون او سرطان سبب گرځي. په بدن کی د بیسفنول زیاتیدل چاغښت رامنځته کوي.
د میوې اوبه د چاغښت سبب گرځي. که له یوې خوا په هغو کی ډیر ویټامینونه سته ، خو د بلی خوا بیا ډیره کالوري هم لري.یوې خبری ته باید پام ونیسي چی د تازې میوې ځای هیڅکله د میوې اوبه نه نیسي.
سترس یا د کار فشار د چاغښت سبب گرځي. کله چی یو څوک ډیر ستریس ولري نو د هغه بدن آدرنالین ترشح کوي چی دا کار د زړه د ضربان او وینی د فشار د لوړیدو باعث گرځي. په دې ډول نو د کورتیزول هورمون په بدن کی آزاد کیږي او همدغه کورتیزول بیا ډیره اشتها رامنځته کوي.
ځینی کسان بیا د شپې له خوا ډوډۍ نه خوري او یوازی اوبه چښي. مهمه خبره داده چی بدن باید ۱۴ ساعته استراحت وکړي او مجبور نه سي چی د خوب پر وخت ډوډۍ هضم کړي.
هغه کسان چی غواړی وزن یې کم سي باید هرومرو سپورت وکړي. که د سم سپورت له پاره کافي وخت نه لري نو کولای سي د ورځني عادی کار په جریان کی خپلو عضلاتو ته حرکت ورکړي او یا د مثال په ډول د زینو څخه پورته او کښته سي. ۲۰ دقیقې د زینو سپورت په بدن کی د ۱۰۰ کالوری د سوځولو سبب گرځي.
پروتین د بدن له پاره ډیر مهم دي او د وزن په کمولو کی مهم رول لوبوي . هغوی نه یوازی عضلې جوړوي بلکی بدن ته انرژي هم ورکوي . همدارنگه د کابوهایدراتو په مقایسه په بدن کی تر ډیره وخته پوری پاته وي او سړی موړ ساتي.
ځینی کسان لوږې او تندې ته په یوه سترگه گوري خو د اوبو چښل ډیر ضروري دي. په اوبو کی د لیمو اضافه کول که څه هم د وزن د کمیدو سبب نه گرځي خو بدن ته ویټامین C رسوي چی دا کار د بدن دفاعي سیستم تقویه کوي.
رنگونه هم د اشتها د له منځه وړلو سبب گرځي. علمی څېړنو ښوولې چی ژیړ ، نارنجی او سره رنگونه اشتها تحریکوي او شنه او زرغونه رنگونه بیا هغه راکموي.
ځینی داسي غذایی مواد هم سته چی حجم یې ډیر وي خو کالوری یې کمه وي.هندوانه د هغو میوو څخه شمیرل کیږي چی ډیرې اوبه او کمه شیریني لري. له همدې کبله هندوانه د اشتها په کمولو کی مهم نقش درلودای سي.
د خوشحالۍ او رضایت د رامنځته کولو هورمونونه هم د وزن په کمیدو کی خپل نقش لوبوي. په هغو غذایی موادو کی چی په زیاته پیمانه تریپتوفان او یو څه پروتئین موجود وي د سروتونین په نامه د خوښۍ هورمون په بدن کی ترشح کوي. په دې اړه خرما، اانځرو ، وچې میوې ،او ترخه کاکاو ته کولای سو اشاره وکړو.
ځینی روحي لارښوونی هم سته چی د وزن د کمیدو سبب گرځي. د مثال په ډول کله چی مو د خوږو شیانو خوړولو ته اشتها راسي ، نو یو څو څاڅکی عطر پر یوه دستمال ووهی او هغه بوی کړی.دا کار تر یوې اندازی پوری د اشتها د کمیدو سبب گرځي.
اوبه د اشتها په کمیدو کی مهم نقش لوبوي. پس له دې چی له خوبه پاڅیدلی او مخکی تر سبا ناری د اوبو چښل د اشتها د کمیدو سبب گرځي. همدارنگه نور وخت هم تر ډوډۍ دمخه د اوبو چښل ددې باعث کیږي چی سړی ډیرخوراک ونه کړي.