د عيسويانو مهم جشن «ايستر» څه ته وايي؟
۱۳۹۲ فروردین ۱۱, یکشنبهدغه مېله به د پسرلي او ثمرې د رب النوع په وياړ لمانځل کېدله.
اوستارا د هغه رب النوع نوم وو چې ختيځ ته يې وايه، ځکه چې هغه د لمر خاته له سرو رنګونو سره مقايسه کېدله. د هغې له نامه څخه د اوسترن يا په انګليسي کې «ايستر» نوم راوتلی دی.
د ايستر مېله به په پسرلي کې د څوارلسمي يا بشپړي سپوږمۍ پر مهال شروع کېدله. هغه وخت خلکو د تورو اتڼ کاوه چې د د ژمي د پياوړو ځواک پر وړاندې د لمر د رب النوع سيمبوليک جنګ انځوروي.
د کال د فصل مطابق به هر کال ژمي ماته خوړله. دغه غيرعيسوي پخوانۍ هلي ځلي د کاليسا له پاره په سترګو کې اغزی وو. ځکه په ۳۲۵ کال کې د عيسويانو تر ټولو مهم جشن د جرمنيانو له پسرلنۍ مېلې سره يو ځای کړ.
دا چې لرغونو جرمنيانو د ايستر پر مهال کومه موسيقي اورېدله، څرګنده نه ده، خو په عيسوي دوره کې ګڼ شمېر کمپوزرانو د ايستر مېلې ته بېلابېلې نغمې او سندرې جوړي کړي دي.
لوی کمپوسيتوران لکه بخ او هېندل، د راهبانو سندرې يا د موڅارت اثار: په هغوی ټولو کې د عيسويانو په عقيده د حضرت عيسی (ع) په اصطلاح قيام لمانځل کيږي.
د ايستر سوی
نن سبا ټول خلک سوی پېژني که هغه له شوکولات يا له بادامي خوږو څخه جوړ وي، که هغه کيک وي يا د انځورلرونکو کتابونو يوه اتله څېره وي. ماشومان په آلمان کې داسې فکر کوي چې د ايستر سوی د ايستر په يکشنبه د هغوی په حويلۍ يا په کور کې دننه ورته هګۍ ږدي.
د دغسي يو سوی تصور چې هګۍ راوړي، په نولسمه پېړۍ کې ورو ورو رامنځ ته شو. خو لومړنۍ بېلګې يې په ۱۶۸۲ کال کې موجودې وې چې د هايدلبېرګ د طب د پروفيسور، ګېورګ فرانک فون فرانکناو له لوري پاته دي.
د ده په طبي ليکنه کې دی د ايلزاس او د راين سيند د بري برخي په شاوخوا کې د زياتو هګيو د خوړلو ناوړه روغتيايي پايلو ته اشاره کوي. دا چې سوی د هګيو د رنګولو او ځای پر ځای کولو متخصصه شوه، کېدای شي د هغې په سمسورتيا پوري اړه ولري، ځکه چې سوی هر کال اته بچيان راوړای شي.
د سمسورتيا د رب النوع په وخت کې هم سوی يو سپېڅلی ژوی بلل کېده. خو په موسيقۍ کې د ايستر سوی نه راڅرګنديږي. يوازي د رولف څوکوفسکي په نوم يو سندرغاړی وجود لري چې د ماشومانو سندرې وايي او له دغه سوی څخه يې هم يادونه کړې ده.
د انسانانو په کلتوري تاريخ کې هر ځای هګۍ ياديږي. په څلورمه پېړۍ کې روميانو او جرمنيانو هګۍ په قبرونو کې له مړو سره ښخولې، ځکه چې هغه د نوي ژوند سيمبول بلل کېدلې.
په منځنيو پېړيو کې اجاره کوونکو د ځمکو خاوندانو ته د دې له پاره هګۍ او سوی ورکول چې هغوی ژوندي پرېږدي. د دغو لګښتونو څخه نننی دود سرچينه اخلي چې د ايستر پر وخت خلک يو بل ته هګۍ ډالۍ کوي.