امنستي انټرنېشنل : په افغانستان کې د امن کورونه تړل شوي دي
۱۴۰۰ آذر ۱۵, دوشنبهد عفوې نړيوال سازمان د رپوټ په حواله، په افغانستان کې حاکميت ته د طالبانو له رسیدلو راهیسې، په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو له پاره د امن کورونه او د مرستو رسولو مرکزونه په ټولیزه توګه تړل شوي او يا د طالبانو له خوا اشغال شوي دي. د امن په کورونو کې له تاوتريخوالو سره مخ شوې ښځې او نجونې اوسیدلې.
دغه سازمان ويلي دي چې هغه مدافع وکیلان، قاضیان، حکومتي چارواکي او نور هغه افراد چې د دغو کورونو د خدماتو په برخه کې يې رول درلود د تاوتريخوالي په معرض او حتی د مرګ خطر په معرض کې واقع شوي دي.
د عفوې نړیوال سازمان يا امنستي انټرنېشنل له طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو د چارو وزارت دې بیرته فعال کړي او امن کورونو ته دې له سره د فعاليت اجازه ورکړي. امنستي همدا راز له طالبانو غوښتي چې د امن کورونو اړوند ټولو خدماتي کارکوونکو ته دې اطمینان ورکړي تر څو هغوی د غچ اخیستنې له ويرې پرته وشي په آزادانه توګه خپل کار وکړي.
اسوشتید پریس خبري آژانس په خپل يوه تازه رپوټ کې د هغو افغان ښځينه قاضیانو انديښنو ته اشاره کړې چې واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته برازیل هیواد ته تللي دي.
په دغه رپوټ کې د مسکا په نوم افغانې قاضي له قوله ويل شوي دي چې هغه واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته د طالبانو له وېرې پټه شوه او اوس چې په برازیل کې هم ده، د طالبانو څخه يې ویره په زړه کې لري. مسکا اسوشتيد پریس ته وويل چې د افغانستان په تیر نظام کې يې لس کاله د قاضي په توګه کار کړی دي. هغې ويلي دي چې ډير داسې مجرمان چې د دوی له خوا محاکمه او بند ته اچول شوي ول طالبانو آزاد کړي دي.
مسکا ويلي دي چې په افغانستان کې يې پاتې همکاران اوس دنده او معاشات نه لري او حتی د امنيتي ستونزو له کبله پټ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د يکشنبې په ورځ په کابل ښار کې د ښځو د حقونو يو شمیر فعالانو ټينګار وکړ چې دوی به د ښځو د زده کړو، کار، په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د حقونو له پاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.
د طالبانو مشر تیره اوونۍ د ښځو د حقونو په اړه يو فرمان صادر کړ، په دغه فرمان کې د نجونو ښونځیو ته اشاره نه وه شوې خو اجباري ودونه يې منع کړي وو. په کابل کې د ښځو د حقونو فعالانو وويل چې د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو يوازې دغه فرمان کافي نه دی.
آ./م.ک.ص./ا.ا.