1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عربي اماراتو له وليعهد سره د غني ليدنه کتنه

آژانسونه۱۳۹۳ دی ۲۴, چهارشنبه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني متحدو عربي اماراتو ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د ابوظبۍ له ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان سربیره له یو شمیر نورو چارواکو سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1EJyk
انځور: picture-alliance/AP Photo/WAM

د افغانستان د جمهوري ریاست په وینا پاڼه کې راغلي دي چې ولیعهد او د ابو ظبۍ امیر په ځانگړو مراسمو د محمد اشرف غني هرکلی وکړ. زیاته شوې ده چې اشرف غني او شیخ محمد بن زاید ال نهیان په داسې حال کې چې د دواړو هیوادونو ځانگړي استازي موجود ول، د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د لاپسې غځیدو او ټينگښت په هکله بحثونه وکړل.

ویل شوي دي چې په دغه لیدنه کتنه کې افغان ولسمشر د ابو ظبۍ امیر ته د افغانستان د نوي حکومت د پروگرامونو له جملې څخه د پراختیایي او زیر بنایي پروگرامونو په هکله معلومات ورکړل. زیاته شوې ده چې د ابو ظبۍ امیر له افغانستان سره د هر رنگه مرستي او همکارۍ ژمنه کړې ده.

د اقتصادي اړیکو پراخول

همداشان افغا ولسمشر په خپل دغه دوه ورځني سفر کې د ابوظبۍ د انکشافي صندوق له مشر او غړو سره لیدنه کتنه کړې ده. ويل شوي دي چې دواړو اړخونو په افغانستان کې په بیلا بیلو برخو کې د ابوظبۍ د مرستي صندوق پر څرنگوالې باندي خبري اتري کړي دي.

د جمهوري ریاست خبر پاڼه زیاتوي چې ولسمشر او د ابوظبۍ د انکشافي صندوق چارواکو پر دې باندي هوکړه کړې ده چې د دغه صندوق په مرسته په کابل او په اطرافو کې يې د بریښنا د لویو او کوچنیو بندونو او د ځنگلونو د بیا رغاونو پر پروژو دې کار پیل شي.

همداشان افغان جمهور رئيس د سه شنبې په ورځ د ابوظبۍ د سوداگرۍ خوني له مشر او چارواکو سره ملاقات کړي دي. ويل شوي دي، چې په دغه ملاقات کې په افغانستان کې په بیلابیلو برخو، لکه کانونو، مخابراتو، زراعت او هوا نوردۍ کې د پانگوني د فرصتونو په هکله بحثونه شوي دي.

په متحدو عربي آماراتو کې له میشتو افغانانو سره لیدنه

محمد اشرف غني په دوبۍ کې له میشتو افغان کاریگرو سره هم ولیدل. هغه ویلي دي چې تر دې وروسته به کاریگر په مستقیمه توگه په افغاني پاسپورت د کار له پاره متحدو عربي آماراتو ته ځي. هغه وویل چې په دې هکله د متحدو عربي آماراتو له حکومت سره یوې هوکړي ته رسیدلي دي.

په پام کې ده چې اشرف غني به د عربي اماراتو له صدراعظم شهزاده شیخ محمد بن راشد آل مکتوم او د دوبۍ له امیر سره هم وویني. له افغان ولسمشر سره په دغه سفر کې یو استازی چې پکې د ښه حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د اجرائیه رئیس لومړی مرستیال محمد خان، د ملي اقتصاد سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د ولسمشر حقوقي مشاور عبدالعلي محمدي د بهرنیو او مالیې چارو سرپرست وزیران او د جمهوري ریاست د چارو د دفتر مشر عبدالسلام رحمي شامل دي، ملتیا کوي.