د عراق په شمال کې د یزیدي بې ځایه شوو وضعیت
په زرونو یزیدیان د «اسلامي دولت» د ترورستي ډلې لله بيرې د سنجار غرونو ته کډه شوي دي. د امریکا دولت دغه سیمه په خپل هوايي مرستو سره تر پوښښ لاندی راوستلې ده.
د یوې خوندي سیمي په لټه
د«اسلامي دولت» په نوم ترورستي پاڅون پرمختگ د عراق په شمال کې سیاسي او منیتي بحران لا پسي ډیر کړی دئ. د ملگرو ملتونو سازمان د اټکلونو پر اساس په عراق کې یو ميلیون او ۲۰۰۰۰۰ تنه بی ځایه شوي دي. د یزیدي دین په زرونو پيروان د «اسلامي دولت» ډلي له بیري د سنجار غرونو ته تښتیدلي دي.
سوريي ته تېښته
یزیدیان د عراق له هغو سیمو څخه چې د «اسلامي دولت» د ترورستي ډلې تر کنترول لاندی دي په بشپړه توگه شړل شوي دي. په زرونو دغه یزیدیان سوريې ته تښتیدلي دي. د عراق او سوريي سرحدي پوله.
له یزیدیانو سره چلند
د«اسلامي دولت» جنگیالیو، له هغوی څخه پېسې، قیمتي شيان او پاسپورتونه اخیستي دي. د دغو بې ځايه شوو ډيری بې له خپلو کاليو نور څه نه لري. یو شمیر ماشومان په روحي ناروغیو اخته شوي دي. همدارنگه۵۰۰ یزیدیان له خپل کور کلي څخه د شړل کیدو پر مهال وژل شوي دي.
د اوبو د کمښت ستونزه
بې ځايه شوو یزیديانو ته د خوراکي موادو او مرستو رسول، مرستندويو ټولنو ته آسانه کار نه دئ. د څښاک له پاره د پاکو اوبو نشتوالی د دغو کډوالو عمده ستونزه بلل کیږي.
د روغتيايي امکاناتو د کمښت ستونزه
د دارو درملو مرستو ته ډېره اړتيا لېدله کيږي. په عراق کې د کردستان د سرې میاشتي سازمان غړو وروسته د یوې اوږدې فاصلې وهلو څخه ځانونه د سنجاري غرونو ته د یزیدي بی ځایه شوو مرستي ته رسولي دي. ډیر شمیر دغه بې ځایه شوي ټپیان او یا هم ډیر کمزوري شوي دي.
موقتي ژوند
ملگري ملتونه اټکل کوي چې د عراقي بی ځایه شوو او کډوالو شمیر یو ميلیون او ۲۰۰ زرو ته رسیږي. د عراقي کردستان ښارونه د مذهبي اقلیتونو په پیروانو ډک شوي دي. دغه بی ځایه شوي د اسلامي دولت د تروستانو له بیري د خپلو کورنو پریښودولو ته اړ شوي دي او اوس په داسي حالت کې ژوند کوي چې یوازي سرپناه لري.
د اربیل په سیمه کې د پناه غوښتونکو کمپ
د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کميشنرۍ د اربیل ښار ته نږدې د کډوالو یو کمپ جوړ کړی دئ. په دغه کمپ کې کډوالو ته خېمې هم ورکړل شوي دي.
د امریکا هوایې مرستي
له څو ورځو راهیسي د امریکايي ځواکونو باروړونکي الوتکي د سنجار په غرونو کې یزیدي بیځایه شوو ته خوراکي مواد او اوبه رسوي. دوی له نوري نړۍ سره هیڅ ارتباط نه لري، ځکه نو دغو مرستو ته ډیره اړتيا لري.
د عراق پوځ له خوا هوايي مرستي
عراقي پوځ هم د څرخۍ الوتکو په وسیله دغو کډوالو ته د اړتیا وړ مرستي رسوي. د امریکا د پوځي کارپوهانو او مرسته رسوونکو ټیم په دې توانیدلی دئ چې د سنجار په غرونو کې دغو بې ځایه شوو ته مرستي ورسوي.
د لوږي، تندي او مرگ بېره
د ملگرو ملتونو سازمان په دې اند دئ چې اوس هم شاوخوا ۱۰۰۰ انسانان د گرمۍ او اوبو له کمښت سره مخامخ دي. د«سي ان ان» ارمریکايي تلویزون خبر ورکړی دئ چې د اسلامي دولت ترورستي ډلي د سنجار له غرونو څخه نزدې ۱۰۰ يزيدياني تښتولي دي.
د ښځو، کوچنيانو او ټپانو ژغورل
مرسته رسوونکي ډلي کوښښ کوي چې په لومړي قدم کې ټپیان، ښځي او کوچنيان امن وسیمو ته انتقال کړي. د مرسته رسوني په بهیر کې یوه څرخۍ الوتکه هم رالوېدلې ده، ځکه چي تر ټاکلي اندازې ډیر کډوال پکښې سپاره ول.
په اروپا کې د یزیدیانو احتجاجونه
په اروپايي هیوادونو کې د یزیدي اقلیت غړو د احتجاجونو په ترسره کولو سره د عراق په شمال کې له بی ځایه شوو سره د مرستې غوښتنه وکړه. دوی له یزیدیانو سره د لا زیاتي مرستې او وسلو استولو غوښتنه درلوده. په دغه انځور کې د آلمان په هنوور ښار کې یزیدي احتجاج کوونکي لیدل کیږي.