د عراق د زندانيانو په هکله د ايمنسټي انټرنيشنل راپور
۱۳۸۵ فروردین ۲, چهارشنبه47 کلن عراقي واعظ، يوه اوونۍ وروسته خوشې شو، بې له دې چې دعوی پرې وشي. په 2005 ميلادي کال کې کريم بيا زنداني شو. دا ځل د عراق د کورنيو چارو د وزارت د مأمورينو لخوا. کريم بيا شکنجه شو او بيا بې له دې چی کوم تور ورباندې ولگول شي يا دعوی پرې وشي، آزاد کړل شو.
د کريم برخليک استثنا نه ده
د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې ايمنسټي انټرنيشنل د څرگندونو له مخې، د عراقي واعظ کريم د پيښې په شان پيښې، په عراق کې هره ورځ ليدلې کيږی. د ايمنسټي انټرنيشنل په نوي راپور کې چې سرليک يې » له ابو غريب نه هيخوا: په عراق کې زندان او شکنجې« دی، راغلي: په عراق کې له مداخلې نه تقريباً درې کاله وروسته، د بشر د حقوقو حالت وحشتناک دی. په زرگونو انسانان په غيرقانوني توگه زنداني کيږي او د هغوی له گڼ شمېر سره ناوړه چلند کيږي.
د بشر حقوق بايد رعايت شی
د ايمنسټی انټرنيشنل غړی نيل »ډرکين « وایي: » عراق، د امريکا متحده ايالتونه او انگلستان مکلف دي چې د بشرحقوق مراعات کړي. څو هيواديز پوځي ځواکونه ښه پوهيږي چې، پرته له تور او دعوې نه، د انسانانو د زنداني کولو اجازه نه لري. په لومړيو شپيتو ورځو کې، زندانيانو ته حتی اجازه نه ورکول کيږي چی له خپلو مدافع وکيلانو یا خپلوانو سره وگوري. دا زمونږ په هېواد کې نه منل کېږي او په گوانتانامو او عراق کې هم د منلو وړ نه دی.«