د طلوع افغان ۹۰یمه کلیزه ولمانځل شوه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعهد طلوع افغان ورځپاڼه نوي کاله مخکې په کندهار کي د مولوي صالح محمد هوتک په مشري په پښتو او دري ژبو راپيل سوه. دا وروځپاڼه بيا د پوهاند علامه حبيبي د مشري پر مهال ټوله په پښتو چاپ سوه نو ځکه خو یو شمیر کسان وایی چې طلوع افغان لومړۍ پښتو ورځپاڼه ده.
د طلوع افغان د ورځپاڼې د ۹۰یمې کلیزې د لمانځنې په مناسبت په جوړ شوي سیمنار کې د چارواکو پیغامونه او علمي مقالي ولوستل شوي. دې غونډې ته ولسمشر کرزي او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر هم پیغامونه استولي ول چې د کندهاد ولایت د چارواکو له خوا ولوستل شول.
علمي مقالي
په دې سیمنار کې د راډيو افغانستان رئيس او د هيواد پيژندل سوي ژورناليست زرين انځور، پخپله مقاله کي وویل چې طلوع افغان د خپل ولس د سياسي او علمي بيدارۍ له پاره په يوه حساس وخت کي راپيل سوه او داسي بنسټ ئې ايښى دئ چي ترڅو افغانستان وي دا بنسټ به ړنګ نه سي.
د ولسمشر کرزي فرهنګي مشاور وزير سر څېړونکي زلمي هيوادمل، هم د طلوع افغان په اړه خبرې وکړي او وویل چې هغه کسان چې غواړې د پښتو د معاصر ادب په اړه څیړنې وکړي نو د هغوی له پاره د طلوع افغان ارشیف تر ټولو ښه مأخذ دئ.
د دې تر څنگ په جوړ شوي سیمنار کې نورې مقالې هم ولوستل شوې چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ د وزیر په هدایت به جاپ شي.
محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش