د طب په برخه کې ۱۱۵ عنوانه کتابونه چاپ شوي
۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبهيو افغان الاصله آلمانۍ ډاکټر یحیی وردک، له څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د محصلینو له پاره د آلماني مرستندویه موسسو په مالي ملاتړ په پښتو، درې او انګلیسي ژبو کتابونه چاپوي. ښاغلی وردک وایي چې په دې برخه کې یې هغه وخت په کار پیل وکړ چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال دې موضوع ته متوجه شو چې په پوهنتونو کې ډیر زاړه او له وخته تیر کتابونه تدریسیدل.
ښاغلي وردک له دویچه ویله سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: «موږ تر اوسه په دې توانیدلي یو چې د افغانستان د طب پوهنتون [د کابل د طبي علومو پوهنتون] او نورو ولایتو طب پوهنځیو له پاره ۱۱۶ عنوانه کتابونه چاپ کړو» هغه زیاته کړه: «د هر کتاب تیراژ له زرو نه تر دوه زرو پوري دی. چې په انګلیسي، پښتو او درې ژبو چاپ شوي دي.»
چاپ شوي کتابونه ټول د روغتیا په برخه کې دي او د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د طب محصلین کولای شي له هغوی څخه د درسي کتابونو او منابعو په توګه کار واخلي.
که څه هم د دغو کتابونو له چاپیدو سره د افغان محصلینو ځینې ستونزې حل شوې دي خو محصلین اوس هم په کتابتونونو کې د درسي کتابونو او منابعو له کمښت څخه سر ټکوي.
«زموږ کتابونه بايد پر نړيوالو معيارونو برابر وي»
د افغانستان د بیلابیلو پوهنتونونو استادان او محصلین وايي چې د کابل د طبي علومو پوهنتون او په ولایتو کې د طب پوهنځیو ته باید خاصه پاملرنه وشي. د ننګرهار د طب پوهنځي د وروستي کال محصله معصومه فاروقي، وايي: «موږ زيات وختونه د درس پر مهال له داسې پوښتنو سره مخامخيږو چې په لکچر نوټونو کي ورته ځوابونه نه شو موندلای. له همدې کبله موږ داسې کتابونو ته اړتیا لري چې ورڅخه د منابعو په توګه کار واخلو.»
ښاغلی وردک هم له دې ستونزې خبر دی. هغه وایي چې د آلمان په مرسته چاپ شویو کتابونو تر یوه حده پورې د افغان محصلینو ستونزې حل کړي دي خو لا ډیر کار ته اړتیا شته. ډاکټر وردک زیاتوي: «په کابل کې د طبي علومو په پوهنتون او د افغانستان په طب پوهنځیو کې اوس هم ډیرې تشې شته چې باید ډکې شي.»
«لا زیات کار ته اړتیا شته»
ډاکټر وردک وايي چې له څلورو کلونو راهیسې د افغانستان د لوړو زده کړو په وزارت کې کار کوي او تر اوسه پورې یې ۱۱۶ عنوانه کتابونه چاپ کړي دي. د هغه په خبره هر چاپ شوی کتاب یوه سي دي (CD)هم لري ترڅو محصلین وشي کولای چاپ شوي کتاب په دیجیتال بڼه هم له ځان سره ولري. د چاپ شويو کتابونو له ډلې څخه درې یې په انگلیسې او نور یې په پښتو او درې ژبو چاپ شوي دي.
د چاپ شویو کتابونو له ډلې څخه یوازې لږ شمیر یې له نورو ژبو پښتو او درې ته ترجمه شوې دي او پاتې نور یې ټول د افغانستان د طب پوهنځیو او په کابل کې د طبي علومو د پوهنتون د استادانو لیکل شوي اثار دي.
اوس هم د افغانستان د پوهنتونو استادان او محصلین له ډیرو ستونزو سره مخامخ دٍي. په داسې حال کې چې ډیر شمیر نوي علمي کتابونه په انگلیسي ژبه لیکل شوي دي، ډیر شمیر افغان محصلین او استادان له دې ژبې سره اشنایي نه لري او له دې کبله نه شي کولای چې له نویو کتابونو څخه گټه پورته کړي.