د طبیعي ناورینونو له کبله په میلیونو خلک مهاجر شوي
۱۳۹۸ شهریور ۲۳, شنبهد داخلي بی ځایه شویو د چارو د څارنې آژانس ویاندې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د سپتمامبر ۱۳مه) په ژنیف کې د «ایفاګیلیشه پرېسه دینست» نومي خبري آژانس ته وویل چې دا شمیر په تاریخ کې ساری نه لري.
د داخلي بی ځایه کیدو په اړه د دغه رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ نیمایي کې هند او بنګله دیش د«Fani» په نوم او سویلي افریقا د «Idai» په نومونو د ګردباد(بوړبوړکۍ) د توپانونو مرکز وو. همدارنګه ایران د سیلابونو له امله اغیزمن شوی دی.
د اقلیمي چارو د کارپوهانو په خبره د وچکالۍ، سیلابونو او توپانونو په څیر شدید اقلیمي تغیرات په مستقيم ډول په نړیواله کچه د ځمکې د کرې د تودوخې درجې د لوړیدو پورې ارتباط نیسي.
د دغه رپوټ پر بنسټ د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ۳،۸ میلیونه انسانان په خپلو خپلو هیوادونو کې د تاوتریخوالي او شخړو له امله تیښتې ته اړ شوي دي. په ځانګړي توګه په سوریي، یمن، افغانستان، لیبیا او کانګو دیموکراتیک جمهوریت هیوادونو کې د مهاجرتونو کچه تر ټولو لوړه وه.
د «څارنې مرکز» د ناروې هیواد د مهاجرت د خپلواکې شورا له خوا جوړ شوی دی چې د نړۍ په هیوادونو کې دننه د مهاجرتونو په اړه ارقام راټول او بیا یي ارزیابي کوي.
آژانسونه/ش.ن/ا.ا