د طالبانو په برید کې څلور پولیس ووژل شول
۱۳۹۱ اردیبهشت ۷, پنجشنبه
د وردج په ولسوالۍ کې دوه پولیس ټپیان شوي دي او درې نور اوس هم لا درکه دي. دغه کسان له هغه وروسته لا درکه او ټپیان شوي دي چې په دې ولسوالۍ کې د یاغیانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه وشوه.
د بدخشان ولایت د والي ویاند شمس الرحمان شمس د فرانسي خبري آژانس ته وویل: «ډیر شمیر طالبانو پر موږ برید وکړ. پولیسو د هغوی پر وړاندې مقاومت و نه شو کولای.»
هغه زیاته کړه چې په پېښه کې طالبانو ۱۶ پولیس نیولي هم دي: «طالبانو شپاړلس پولیس له ځانه سره بیولی دي او درې تنه نور ئې ټپیان کړي دي. موږ نه پوهیږو چې پر هغوی څه راغلي دي.»
په دې پېښه کې یاغیانو د پولیسو دوه موټر او یو څه مهمات هم نیولي دي. اوس مهال د افغانستان امنیتي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له خوا روزل کیږي او هغوی ته وسلي او تجهیزات ورکول کیږي.
په پلان کې ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ټول بهرني جنګي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسئولیتونه به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل