د طالبانو يوه مهم غړي د جنگ د پای غوښتنه کړې
۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبهملا اغا جان متعصم چې تر ۲۰۰۹ کال پوري ئې د طالبانو د سیاسي کمیټې مشري پر غاړه وه او د طالبانو د واکمنې پر مهال د دې رژیم د مالیې وزیر وو د فرانسې خبري اژانس ته یوه بیانیه استولې ده، چې پکښې راغلي دي چې ټول اړخونه باید له جنگ څخه لاس واخلي:
«ټول اړخونه باید جنگ بس کړي او خپلي ستونزي د خبرو اترو له لاري حل کړي.»
متعصم له یو شمیر کسانو څخه د بندیزونو لیري کول ستایلي دي او ویلي ئې دي چې له دې لاري طالبان د سولي بهیر ته هڅول کیږي.
هغه دغه راز له ملگرو ملتونو او متحده ایالاتو څخه غوښتي دي، چې له خپلو تورو لیستونو څخه د نورو طالبانو نومونه هم پاک کړي. هغه په عاجل ډول د گوانتانامو له زندان څخه د طالب مشرانو د ازادیدو غوښتنه هم کړې ده:
«موږ په دې باور یو چې د نړیوالي ټولني دغه ډول اقدامات به په افغانستان کي د سولي او ثبات په راتلو کي مرسته وکړی. دغه اقدامات به د طالبانو مشران د سولي بهیر ته وهڅوي.»
ملگرو ملتونو د روان کال د جولای د میاشتي پر ۱۹مه نیټه د متعصم نوم له خپل تور لیست څخه پاک کړ. په هغه وخت کي ملگرو ملتونو ویلي ول، چې متعصم د طالبانو له پاره پیسې را ټولوي، بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي او د طالبانو له مشر ملا عمر سره اړیکي لري.
متعصم او ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د ډلي منځلاري غړي بلل کيږي. خو د طالبانو ډله له فکري لحاظه پر څو ښاخو باندي ویشل شوې ده. دوی دواړه په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان له خوا ونیول شول. ملا متعصم تر نیول کیدو لږ وروسته بیرته ازاد شو، خو ملا عبدالغني برادر لا اوس هم د پاکستان په بند کي دئ.
د روان کال په لومړیو میاشتو کي متعصم پر طالبانو باندي تور ولگاوه چې دی ئې له دې ډلي څخه ایستلي دئ او د هغه د وژلو طرح ئې جوړه کړې ده. هغه ویلي ول، چې تندروه طالبان د هغه د سولي د طرحي مخالف دي.
طالبانو هم په دې وروستیو وختونو کې یوه بیانیه خپره کړه، چې پکښې راغلي ول، چې متعصم نور د طالبانو په منځ کې د مشرۍ موقف نه لري. د طالبانو په بیانیه کې راغلي ول چې د متعصم نظرونه د طالبانو دريځ نه ښيي. دا په داسې حال کې ده چې متعصم وایي چې هغه لا تر اوسه پوري هم د طالبانو غړی دئ. هغه وایي چې یوازي د ملا عمر مستقیم امر دی له دې ډلې څخه ایستلای شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل