د طالبانو مهم قومندان د قاچاقبرانو په لست کي
۱۳۹۱ آبان ۲۶, جمعهد امريکا متحده ايالاتو د پنجشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۵) ويلي دي، چي د هلمند ولايت له پاره د طالبانو له خوا نومول سوی والي ملا نعیم بړېڅ په دغه ولايت کي د مخدره موادو د توليد کوونکو ملاتړ کوي او له دغه ځايه پاکستان او ايران ته د دغه موادو د لېږلو زمينه برابروي.
له دې سره نو د هغه هرډول شتمني چي په امريکا متحده ايالاتو کي وي، کنگل کيږي او هيڅ امريکايي نه سي کولای، چي له هغه سره سوداگري او مالي راکړه ورکړه ولري.
د امريکا د متحده ايالاتو د خزانې چارواکو ويلي دي، چي د طالبانو دغه قومندان په خپله هم د مخدره موادو د عمده قاچاقبرانو له ډلي څخه دئ. د امريکا د خزانې وزارت چارواکو په خبره، ملا بړېڅ د روان کال د مارچ په مياشت کي د طالبانو نور قومندانانو ته لارښوونه کړې وه، چي په دغه ولايت کي د افغان حکومت او ايتلافي ځواکونو د هغو فعاليتونو مخنيوی وکړي، چي د کوکنارو د کښت د مخنيو په برخه کي ئې کوي.
دغه وزارت ويلي دي:«بړېڅ ويلي دي، چي له مخدره مواد څخه لاسته راغلي پيسې طالبان ژغوري، نو پردې اساس په هرډول چي کيږي باید د مخدره موادو د کښت ساتنه وسي.»
د امريکا متحده ايالاتو د خزانې وزارت د تروريزم او اطلاعاتو برخي مسئول ديويد کوهين، ويلي دي:«د طالبانو دغه اقدام دا ښيي چي دغه ډله د مخدره موادو په توليد او قاچاق کي لاس لري، او له دغو پيسو څخه په زورزياتيو او د تروريستي اعمالو په ترسره کولو کي کار اخلي.»
د امریکا متحده ايالاتو د خزانې وزارت د چارواکو په خبره، د طالبانو دغه قومندان د بېلابېلو ډولو هيروينو په توليد او قاچاق کي لوی لاس لري، د نورو قاچاقبرانو سره غونډي کوي او خپله هم مخدره موادو راټولوي.
د طالبانو د تمويل يوه اصلي سرچينه مخدره مواد دي. افغان چارواکي انديښنه لري، چي له ۲۰۱۴ کال وروسته به په دغه هيواد کي د مخدره موادو کښت نور هم زيات سي. په افغانستان کي د نړۍ ۹۰ سلنه مخدره مواد توليديږي.
د طالبانو او مخدره موادو په اړه کتاب ليکونکی گراتچين پيترس وايي: «ملا بړېڅ د طالبانو په اوسنۍ مشري ډير مهم کس دئ.» د هغه په خبره د قاچاقبرانو په لست کي د دغه قومندان د نوم شاملېدل به له طالبانو سره د سولي خبري اتري نوري هم پيچلي کړي.
رويترز/ فرانس پرس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم