1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا د اتومي پروګرام پر سر شخړه په پراخيدو ده

۱۳۹۶ تیر ۱۴, چهارشنبه

امريکا متحده ايالاتو د شمالي کوريا له خوا د توغندي تر آزمويلو وروسته د «سختو ګامونو» د پورته کولو اعلان کړی. د شمالي کوريا له خوا په دې منځ کې ويل شوي چې آزمويل شوې توغندی اتومي سرګلولې انتقالولی شي.

https://p.dw.com/p/2fwYo
Nordkorea Raketentest
انځور: Picture alliance/dpa/Uncredited/KRT/AP

امريکا متحده ايالاتو او جنوبي کوريا د شمالي کوريا پر توغندي آزموينې د شريکو پوځي تمرينونو سره غبرګون وښود. د امريکا د پوځ له خوا ويل شوي دي چې د پوځي مانورو په ترڅ کې یې توغندي جنوبي کوریا ته څيرمه په سمندر کې توغولي دي. د متحدو ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر ريکس تيلرسن د شمالي کوريا پر وړاندې د «سختو ګامونو» د پورته کولو اعلان کړی. دغه لوړ پوړي امريکايي ديپلومات په واشنګټن کې وويل: «امريکا د شمالي کوريا له خوا د يوه قاره ويشتونکي توغندي آزمويل په کلکه غندي.»

تيلرسن زیاته کړې چې د داسې يوه توغندي آزمويل «د امريکا متحده ايالاتو او زموږ د متحدينو، شريکانو، د سيمې او د ټولې نړۍ له پاره د ګواښ د پراخيدو»  په معنی دی. د تیلرسن په خبره «له دې ګواښ څخه د نړۍ د ساتلو په موخه په نړيواله کچه هلو ځلو ته اړتيا ده. هر هغه هيواد چې د شمالي کوريا ميلمه کارگر لري او يا د دغه هيواد د اقتصاد او يا پوځ سره مرسته کوي او يا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پريکړه ليکونه په بشپړه توګه نه عملي کوي، له يوه رژيم سره خطرناکه مرسته کوي.»

ده وويل چې ټول هيوادونه بايد وښيي چې د شمالي کوريا د اتومي وسلو د جوړولو هڅې به د دوی له پاره پايلې ولري.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحده ايالاتو د سفيرې نیکي هيلي پر غوښتنه به د امنيت شورا د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د جولايي ۵ نيټه) د سیمه په وخت ماسپښین مهال په يوه بیړنۍ غونډه کې د شمالي کوريا له خوا د تازه آزموينو په اړه خبرې وکړې. هیلې په ملګرو ملتونو کې د چين له سفير ليو جيني څخه غوښتي دي چې يوه پرانستي غونډه ترسره کړي. چین دمګړۍ د امنيت شورا مياشتنۍ دوريي مشري پر غاړه لري.

USA Vereinte Nationen zur Lage in Syrien Nikki Haley
نيکي هیلي، په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرهانځور: picture-alliance/Zumapress/A. Lohr-Jones

د شمالي کوريا د خپلو معلوماتو له مخې دغه هيواد د اوږده واټن يو توغندی آزمويلی دی چې د امريکا تر خاورې د رسيدو توان لري.  د دولتي رسنيو له خوا ويل شوي چې د آزمويل شوي هواسونګ ۱۴ ډوله توغندي تجربه کاميابه وه او دا توغندی د «نړې هرې برخې ته د رسيدو» توان لري. زياته شوې ده چې سربيره پر دې دا «درنې اتومي سرګلولې» هم انتقالولی شي. له دې سره د شمالي کوريا د اتومي پروګرام شخړه چې د نړۍ تر ټولو خطرناکه لانجه بلل کيږي، لا پسې پراخيږي او يوې نوې لوړې کچې ته رسیږي.

د «KCNA»  دولتي خبري آژانس خبر ورکړې چې د شمالي کوريا واکمن کم جونګ اون تر آزموينې وروسته وويل چې «امريکايان به د جون د څلورمې پر دې ډالۍ ډير خوښ نه وي.» د جون څلورمه د امريکا متحده ايالاتو د آزادۍ د ورځې په توګه لمانځل کيږي. کم زياته کړې: «موږ بايد وخت پر وخت دوی ته داسې تحفې وليږدوي څو دوی ته ژوند خسته کونکی نه اوسي.»

د تيلرسن د څرګندونو له مخې امريکا متحده ايالات اټکل کوي چې آزمويل شوې توغندی يو قاره ویشتونکی توغندی وو. واشنګټن تر دې مخه داسې فکر کاو چې دا يوازې د منځني واټن ویشتونکې توغندی دی. د روسیې د اټکلونو د مخه هم دا يو د منځني واټن توغندی دی.

Nordkorea Raketentest Hwasong-14
د هواسونګ۱۴ ډول توغندي رسمي خپور شوی انځورانځور: Getty Images/AFP/KCNA

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتیرش هم دا تازه آزموينه په کلکه غندلې: «دا کړنه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړه ليکونو څخه يوه بله ښکاره سرغړونه ده او د وضعې د لا خرابيدو خطر زياتوي.»

روسيې او چين په دې منځ کې د وضعې د آرامولو په موخه يو څو وړانديزونه کړي دي. دوی له شمالي کوريا  څخه د اتومي او د توغنديو د پروګرام د درولو او په عين حال کې له امريکا متحده ایالاتو او جنوبي کوريا څخه د شريکو پوځي مانورونو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو د دې شخړې په ترڅ کې يو شمير پريکړه ليکونه تصويب کړي او د شمالي کوريا د رژيم پرضد یې بندیزونه لګولي. همدا يوه مياشت مخکې د امنيت شورا دغه بندیزونه پراخ کړي ول چې دا د ملګرو ملتونو له خوا د اړوندې شخړې په هلکه اووم پریکړه ليک وو. خو د شمالي کوريا حکومت په تيره بيا د تير کال له پيل راهيسې په پرله پسې ډول زیات شمير توغندی وآزمويل. له ټولو پنځوو اتومي آزموينو څخه چې دغه هیواد تر اوسه ترسره کړي، دوه یې په همدې موده کې ترسره شوي.