1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شانگهای د همکاريو سازمان کي د افغانستان په اړه بحث

۱۳۹۶ مهر ۱۹, چهارشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي په مسکو کي د شانگهای د همکاريو سازمان د تماس– افغانستان ډله په افغانستان کي د ثبات او په ياد سازمان کي د دغه هيواد د غړيتوب په اړه بحث کيږي.

https://p.dw.com/p/2lcW8
Russland Shanghai Cooperation Organization Heads of State and Government
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/Anadolu Agency/Host Photo Agency

پتېيل سوې ده چي د چهارشنبې په ورځ په مسکو کي د شانگهای د همکاريو سازمان د تماس ډله په افغانستان کي د ثبات د ټينگښت په اړه له افغان چارواکو سره خبري وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي دوی به د شانگهای د همکاريو سازمان د تماس ډلي په غونډه کي په دغه سازمان کي افغانستان ته د بشپړ غړيتوب ورکولو، له تروريزم سره مبارزه، د افغانستان کړکېچ ته د سوله ايز حل موندلو او اقتصادي همکاريو پر سره بحث وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياست او ستراتيژي ديپارتمنت مسئول محمد اشرف حيدري انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه غونډه کي به د شانگهای سازمان له خوا له افغانستان سره د اقتصادي همکاريو په اړه هم خبري وسي.

هغه ويلي دي چي په دغه غونډه کي به د افغان چارواکو مشري د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت کرزی کوي.

د شانگهای د همکاريو سازمان د تماس-افغانستان ډله په ۲۰۰۵م کال کي جوړه سوه خو په ۲۰۰۹م کال کي ئې چاري ودرېدلې. هغه مهال افغانستان په شانگهای سازمان کي څارونکی غړی نه وو، خو په ۲۰۱۲م کال کي د دغه سازمان څارونکی سو. په ۲۰۱۵م کال کي افغانستان په دغه سازمان کي د بشپړ غړيتوب غوښتنه وکړه.

مسکو تر دې دمخه لا په افغانستان کي د ثبات د ټينگښت په موخه له سيمه ايزو هيوادونو سره د سلا مشورو غوندي رابللي دي. لومړی شپږ اړخيزه غونډه ئې د افغانستان، روسيې، ايران، پاکستان، چين او هند د استازو ترمنځ وه.

دوهمه غونډه ئې تر دې هم پراخه وه، ځکه چي په هغې کښي د مرکزي اسيا هيوادونو تاجيکستان، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان هم برخه اخيستې وه. په دغه غونډه کي امريکا متحدو ايالاتو ته هم د گډون بلنه ورکړله سوې وه، خو هغوی رد کړې وه.

د روان کال په اپريل مياشت کي په مسکو کي د افغانستان په اړه تر وروستۍ غونډي وروسته، افغان چارواکو ويلي ول چي بله غونډه به په کابل کي د امريکا او ناټو د استازو په گډون وي.