د سینا په نیمه ټاپو کې اضطراري حالت وضع شوی
۱۳۹۳ آبان ۳, شنبهد قاهرې د حکومت له لوري د سینا د نیمه ټاپو په شمال او مرکز کې بیړنۍ حالت وضع شوی دی. په دې سره د قاهرې حکومت هغه یوه برید ته غبرگون ښوولی دی چې په پایله کې یې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اکتوبر میاشتې ۲۴مه) ۳۰ امنیتي ځواکونه ووژل شول. پر دې سربیره مصري چارواکو د غزې تراړه ته «رفاه» نومې سرحدي، لاره هم تړلې ده.
د مصر د چارواکو په وینا دغه برید له مخکې څخه دقیق پلان شوی وو. زیاته شوې ده چې لومړی د العریش ښار شمال لویدیځ ته پر یوه سړک باندې د یوه موټر بم چاودنې رامنځ ته شوې ده او تر هغې وروسته برید کوونکو پر پوځي پوسته باندې د لاسي بمي برید کړی دی.
د چارواکو په وینا په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو سره تړاو درلودونکي نور ۳۰ تنه بیا ټپیان شوي هم دي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په ټپیانو کې د ډیر شمیر کسانو وضعیت د انديښنې وړ دی. د دې انديښنې شته چې ښایي د وژل شوو کسانو شمیر لوړ شي. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پر گرځنده بندیز او غزې تراړې ته د پولې د تړلو سربیره د دري ورځني ویر اعلان هم کړی دی.
له مصر څخه د متحده ایالاتو ملاتړ
اروپایي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو په عاجل ډول د تاوتریخوالي ډک دغه عمل غندلی دی. واشنگټن ویلي دي چې متحده ایالات د ترهگرو بریدونو پر وړاندې د مصر د حکومت د هلو ځلو ملاتړ کوي. د سینا نیمه ټاپو چې زیاتره اوسیدونکي یې کوچیان دي، د سویل لور ته له اسرائیل او غزې تراړې سره پوله لري او یو شمیر سیمې یې د وسله والو ډلو د پټنځایونو په توگه انگیرل کیږي.
په دغې سیمې کې وخت په وخت د مصر پر امنیتي ځواکونو بریدونه او یرغلونه کیږي. په دغه ځای کې تر اوسه په سلونو عسکرو او پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د تیرې یکشنبې په ورځ د العریش ښار سویل ته د گاز پايپ لاین ته څیرمه د یوه موټر بم چاودنه کې اووه تنه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د جمعې د ورځې چاودنې مسوولیت لا تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. خو د قاهرې حکومت د انصار البیت المقدس، په نوم ډله د دغه برید له پاره گرمه گڼي. د دغې افراطي ډلې د خپلو معلوماتو له مخې دوی د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې ملاتړي دي.
د مرسي د پلویانو پر وړاندې سخت دریځ
په العریش ښار کې د سرتیرو پر پوسته باندې برید، په ۲۰۱۳م کال کې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي د راپرځول کیدو وروسته تر ټولو خونړی برید دی. د مرسي د واکه له راپرځول کیدو او بندي کیدو وروسته، تر ۱۵۰۰۰ زیات د هغه پلویان بندیان شوي دي. د اخوان المسلمین غړي باید د بېلابېلو محکمو پر وړاندې ځواب ووایي. که چیرې پر هغوی لگول شوي تورونه ثابت شي نو ښایي د مرگ له سزا سره مخامخ شي.