د سکي په لوبه کې د سرو زرو غبرگ مډالونه
۱۳۹۲ بهمن ۲۳, چهارشنبهد المپیک د ژمنیو لوبو په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره په یوه وخت د سکي د چټکې لوبې دوه ښځینه لوبغاړې د سرو زرو د مډال په گټلو بریالۍ شوې. تینا مازه چې د سلوانیا او دومینک گیزین چې د سویس له هیواد څخه دي پر دې وتوانیدې چې د سکي په دغه لوبه کې ټاکل شوې فاصله په یوه دقیقه او ۴۱،۵۷ ثانیو کې ووهي. د سویس هیواد بله لوبغاړې چې د خپلو دغو دواړو رقیبانو څخه یې یوازې ۰،۱ ثانیې واټن درلود، دریم ځای خپل کړ او د برونزو یا ژیړو مډال یې تر لاسه کړ. دا د سلوانیې له پاره د سرو زرو لومړنی مډال وو. خو د سویس لوبغاړو د سکي په تیزو سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه گټلي دي.
د سوچي په ژمنيو سیالیو کې آلمان د سرو زره دوه نورمډالونه وگټل
د المپیک په ژمنیو سیالیو کې د آلمان دوه ښځینه لوبغاړو د سرو زرو مډالونه وگټل. گایزنبیرگر د «لوژ» په سیالۍ کې او فوگټ د «سکي جمپنگ» په سیالۍ کې دغه بریا تر لاسه کړه. سویس د «سنو بورډنگ» په لوبه کې د سرو زرو مډال وگاټه.
د سه شبنې په ورځ د آلمان ښځینه لوبغاړې نتلي گایزنبیرگر، د (louge) لوبې د سیالۍ په ډله کې چې پکښې تانیا هوفنر او د متحده ایالاتو ایرن هیلمن گډون درلود، د سرو زرو مډال وگاټه. هوفنر د سپینو زرو یا نقرې او هېلمن د برونزو یا ژیړو مډالونه وگټل.
۲۶ کلنه گایزنبیرگر، چې درې وارې نړیواله اتله هم پاتې شوې ده په څلورمه دوره کې په ټوله کې دغه فاصله په درې دقیقو او ۱۹،۷۶۸ کې ووهله. کایزنبیرگر د خپلې بریا لږ څه وروسته په داسې حال کې چې د خوښۍ له امله یې په سترگو کې اوښکې گرځیدې وویل: «زه نه پوهیږم چې څه ووایم.»
پر هوفنر باندې د گایزنیگر، لاس برتوب تفاوت ۱،۱۳۹ ثانیې وو. هوفنر څلور کاله تر مخه په ونکوور کې په ترسره شوو سیالیو کې د سرو زرو مډال گټلی وو. دا د ښځو د المپیک د لوژ په سیالۍ کې په تیرو پنځوسو کلونو کې تر ټولو په ستر تفاوت سره بریا ده.
دا د سوچي د اولمپیک په ژمنیو سیالیو کې د لوژ په لوبو کې د آلمان دویم د سرو زرو مډال دی چې گټي یې. تر دې د مخه آلماني لوبغاړي فیلکس لوخ هم د سرو زرو مډال گټلی وو.
د «سکي جمپنگ» په لوبه کې د سرو زرو مډال
د سه شنبې په ورځ د آلمان بلې لوبغاړې کارینا فوگټ، د (Ski jumping) په لوبه کې د آلمان له پاره د سرو زرو مډال وگاټه. په ټوله کې آلمان د دغه مډال په گټلو سره د سرو زرو څلورم مډال راخپل کړ. د المپیک په سیالیو کې دا لومړۍ ځل دی چې د ښځو سکي جمپنگ پکښې هم شامل کړی شوی دی او لومړنۍ بریا هم د آلمان په برخه شوه. دویم ځای اتریش او دریم ځای فرانسې خپل کړ.
پر دې سربیره د سه شنبې په ورځ په سوچي کې د المپیک د ژمنیو لوبو په ترڅ کې د (Snowboarding) په سیالې کې د سرو زرو مډال د سویس لوبغاړي ایوري پودالدچیکوف، تر لاسه کړ. هغه په دغه سیالۍ کې د متحده ایالاتو لوبغاړي شاون وایټ، ته چې دوه وارې د المپیک قهرمان پاتې شوی دی، ماتې ورکړه.
په ټولیزه توګه ناروې د ۱۱ مډالونو په گټلو سره لومړی ځای، کاناډا د ۹ مډالونو په گټلو سره دویم ځای او آلمان د ۵ مډالونو په گټلو سره دریم ځای راخپل کړی دی.