د سړک پرغاړه د ورېښتانو د اصلاح کولو خطرونه
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبههره ورځ د کابل ښار په سلهاوو تنه اوسیدونکي د سړک د غاړې په همدغو سلمانیو کې خپل وریښتان اصلاح کوي. هغوی په دې خوښ وي چې د لږو پېسو په بدل کې یې وریښتان اصلاح کیږي، خو د دغې موضوع روغتیایي زیانونو ته چندان پام نه کوي.
شپیته کلن حضرت د کابل ښار د سړک د غاړې د سلمانانو له ډلي څخه یو دی. هغه د سړک پر غاړه د لرګي یوه تخته ایښې ده او د خپلو مشتریانو وریشتان اصلاح کوي. حضرت د خپل کار وسایل په پاکوونکو موادو نه پرېوينځي او تر استعمال وروسته یې یوازې په اوبو کې غوټه کوي او پر خپل بل مشتري یې کاروي.
د کابل د سړک د غاړې دغه سلمان په دې خبره نه پوهیږي چې هغه په دې کار سره کیدای شي د نړۍ یوه ډیره خطرناکه ناروغي له یوه انسان څخه بل انسان ته ولیږدوي.
پخپله حضرت ادعا کوي چې وسایل یې پاک دي. هغه وايي: «د خريولو چړې بدلوو او غچي ښه تیزوو. هغه وسایل چې په یوه سلمانۍ کې موجود وي، دلته هم شته.»
حضرت په اوسط ډول هره ورځ ۲۰۰ افغانۍ ګټي. هغه له خپله کاره خوښ نه دی او وایي چې که چیري یو بل کار پیدا کړي نو نه غواړي له سهاره تر ماښامه پوري تر لمر لاندي وخت تیر کړي.
هغه وایي: «ډیرو ځایونو ته ولاړو چې دولت موږ ته کار راکړي، چا کار را نه کړ، که نه زه تر دې لمر لاندې څه کوم.»
حضرت وایي چې د دوکان د کرایې توان نه لري او د هغه میاشتنی عاید د یوه دکان کرایه هم نه پوره کوي.
د ورځینیو مصرفونو پوره کول
د سړک د غاړې بل سلمان چې هاشم نومیږي هم وایي چې د بل کار د نه پیدا کولو له کبله یې دې کار ته مخه کړې ده. هغه وایي چې په ډیر مشکل سره کولای شي چې د خپلې کورنۍ ورځني لکښتونه پوره کړي. هغه وایي: «حیران یو چې څه وکړو. که ایران ته ولاړ شو، په توپ مو ولي او پارچه پارچه مو کوي. په خدای چې دا څه حال او ورځ ده.»
د HIV ایدس ناروغۍ د لیږد یوه ډیره معموله لار د سلماني د ږيري خريولو له یوې چړې څخه د څو کسانو د وريښتانو او ږيره خريلو کي کار اخیستل دي. د افغانستان د روغتیا وزارت وایي چې اوس په افغانستان کې په لسونو کسان چې له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنیږي په دغي ناروغۍ اخته وي.
په کابل کې یو تن ډاکټر حسن کامن، وایي چې پر HIV سربیره د تور ژړي او نور خطرناکه ویروسونه هم د سلماني د گډ تیغ له لاري له یوه انسان څخه بل انسان ته انتقالیدای شي. هغه وایي: «سلمانان باید دې خبرې ته متوجه وي چې کله د یوه کس سر خریي نو بل کس د وریښتانو د جوړلو پر مهال باید خپل تیغ نوی کړي.»
د کابل د سړک د غاړې د سلمانانو یو تن مشتري ایمل، وایي چي یوازنی لامل چې هغه دغو سلمانانو ته د خپلو وریښتانو د اصلاح کولو په موخه ورځي د هغوی د بيه لږوالی دی. هغه وایي: «دوی لږ پیسې اخلي. عادي سلمانۍ ۱۰۰ افغانۍ فیس اخلي خو د سړک د غاړې سلمانۍ له ۲۰ څخه تر ۳۰ افغانیو پورې فیس اخلي.»
په کابل کې اوس يو شمیر مدرنه وسایل لرونکې سلمانۍ هم فعالیت کوي. خو د کابل ناداره اوسیدونکي وایي چې هغوی د دغه سلمانیو د فیس د ورکولو توان نه لري.