د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کي
اوباما د جرمني څخه خپله لیدنه پیل کړه
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباماڅخه د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل هرکلی وکړ. ماښام به بیا دوی په گډه سره د هانوور نندارتون پرانیزي ،کوم چي سږکال د امريکامتحده ايالاتو سره په گډه پر مخ بیول کیږي. په دې ترځ کي به اوباما یووواربیا د اروپا - امریکا تر منځ د ازاد تجارت د تړون دلاسلیکیدو کیدو کوښښ وکړي. د امریکا حکومت کوښښ کوي،چي تړون همدا سږ عیسوي کال لا امضأ سي.
اتریش نوی جمهوررييس انتخابوي
په اتریش کي د تقریبأ ۶،۴ ملیونو اتباعو څخه غوښتل سوي دي ، چي یو نوی جمهوررييس انتخاب کړي. اوسنی جمهوررييس هاینڅ فیشر تر دوو دورو وروسته د بیا کاندیدیدو اجازه نه لري. د هغه د ځای ناستي په خاطر شپږو کسانو ځانونه کاندیدکړي دي ،او ځکه نو اټکل کیږي،چي یو به لا هم لازم اکثریت په لاس را نه وړي.
صربستان نوی پارلمان انتخابوي
په صربستان کي پارلماني انتخابات پیل سوي دي. د نظر پوښتنو له مخي به د صدراعظم الکساندر ویچیچ محافظه کاره مترقي گوند- SNS لوی اکثریت په لاس راوړي. دغه پخواني نشنلسټ پارلماني انتخابات ځکه رامخته کړل، چي غواړي داقتصادي اصلاحاتو او اروپايي ټولنه کي د شاملیدو په خاطر قوي اکثریت ولري.
یوه هالینډی ژورنالسته په ترکيه کي بندي سوې ده
په ترکیه کي یوواربیا یوه خارجي ژورنالسته د پولیسو او قضأ تر تعقیب لاندي راغلې ده: هالینډی ژورنالسته ایبرو عمر په بندري ښار کوداسې کي په خپل کور کي نیول سوې ده. دغې ترکی الاصله ژورنالسته خبر ورکړی دی ، چي پر جمهوررييس اردوغان باندي د ځینو لیکنو او مسخرو له کبله نیول سوې ده . هغې ددې دمخه هم په «میترو»ورځپاڼه کي د اردوغان په باب ډیري انتقادي لیکني کړي وې.
شمالي کوريا د اوبتل څخه راکټ توغولی دی
د جنوبي کوريا پوځ خبر ورکړی دی،چي دنوموړي هیواد د شرقي ساحل څخه دغه راکټ فیر سوی دی، خو هغه فقط ۳۰ کیلومتره فاصله طی کړی ده. د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی دی ، چي د راکټ توغول د ملګروملتونو د امنيت شوراد پریکړه لیکونو خلاف یو عمل دی. شمالي کوريا پروسږکال د اول وار دپاره کوښښ وکړ، چي د یوه اوبتل څخه راکټونه وتوغوي.
نیپال د ۲۰۱۵ م کال دزلزلې د ۹۰۰۰قربانیانو یادونه کوي
په نیپال کي تر سختي زلزلې یو کال وروسته د همالیا دغه هیواد د تقریبأ ۹۰۰۰ قربانیانو یادونه په مذهبي مراسمو او دعاوو سره تر سره کړه. په پایتخت کتمندو کي صدراعظم K.P شارما، سیاستمداران، دیپلواماټان او د قربانیانو په سل هاوو خپلوان د زلزلې په خرابو کي راټول سوي وه او دعاوي یې وکړې. نیپال اوس هم ددغي سختي زلزلې څخه کړیږي او د هغه پر زخمونو باندي لا مرهم ندی ایښول سوی.