1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز د امريکا جگړه گونگه بولي

۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبه

د دغه مرکز يو شمير غړو په کابل کي د يوې خبري ناستي پر مهال وويل چي د دغي جګړې موخه ګونګه ده، ځکه چي که د افراطيت پر ضد وای، نو بايد د تمرکز ساحه يې د ترهګرو پټن ځايونه وای.

https://p.dw.com/p/11ZJQ
د سيمه ييزو مطالعاتو مشر عبدالغفور ليوال
د سيمه ييزو مطالعاتو مشر عبدالغفور ليوالانځور: DW/S. Ahmadzai

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز په افغانستان کي د امريکا روانه جګړه، چي د ترهګرۍ ضد نوم ورکړل سوی مبهمه بولي.

دغه جگړه څه باندي لس کاله وړاندي د طالبانو د رژيم په نسکورولو پيل سو.

په دې ناسته کي سياسي مبصر زبير شفيقي وويل، چي امريکا په سيمه کي خپلو ستراتيژيکو موخو ته د رسيدو له پاره په افغانستان کي يوه ګونګه جګړه روانه کړې او نه غواړي چي دا جګړه پاى ته ورسيږي.

« که چيري دا جګړه د امريکا له خوا په افغانستان کي د ترهګرۍ په موخه پيل سوې وي، نو د طالبانو او القاعدې ډلي مشران له افغانستانه دباندي نيول سوي او يا هم وژل سوي دي، نو بيا ولي په نورستان، کونړ، هلمند او کندهار کي په ړندو بمباريو کي عام افغانان وژل کيږي».

د شفيقي په وينا، په افغانستان کي په تيرو لسو کلونو کي د امريکا جګړه ډيره پيچلې سوې او اوس يې د پاى ته رسيدو له پاره ميکانيزم جوړول هم ستونزمن دى.

د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور ليوال په دغه ناسته کي وويل چي نړيواله ټولنه ادعا کوي چي په افغانستان کي يې د تروريزم پر ضد جګړه پيل کړې خو د دې مبارزې له پاره لاري چاري داسي کارول سوي، چي ډير ابهامات يي رامنځته کړي دي.

« د القاعدې او طالبانو يو شمير مشران په پاکستان کي نيول سوي او وژل سوي، جګړه بايد هلته وسي، چيري چي د ترهګرو اصلي مرکزونه وي نه د افغانستان په کليو او بانډو کي».

همدا راز د سولي د عالي شورا غړي عبدالحميد مبارز هم وايي، چي امريکا افغانستان ته د ترهګرۍ پر وړاندي د مبارزي لپاره نه ده راغلي او په دي پلمه غواړي، چي په سيمه کي د يو شمير سيالو هيوادونو د نفوذ ساحه ورتنګه کړي.

« که چيري په افغانستان کي د سيمي د هيوادونو د استخباراتي ډلو لاسوهنه له منځه ولاړه نه سي، په دغه هيواد کي به جګړه پرته له دې چي موخه يې څرګنده وي، دوام ولري».

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو دفتر پر داسي حال کي په افغانستان کي د امريکا د جګړې په دوام نيوکه کوي، چي وړمه ورځ د ملګرو ملتونو يوه راپور په مي مياشت کي په بې ساري توګه د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي د لوړيدو خبر ورکړ.

په دغه راپور کي د وژل سويو سلګونو ولسي افغانانو لومړي تور پر طالبانو ورپسي پر افغان دولت او بهرنيو ځواکونو لګول سوی دی.

طالبانو بيا تيره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه تورونه رد کړل.

ميرويس جلالزی/کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل