1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سيمه ايزو گواښونو پر وړاندي د اسرائيلو او امريکا تمرينات

۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

اسرائيل او امريکا پر سیمه ایزو ګواښونو سره د مقابلې له پاره گډ پوځي تمرینات کوي. اسرائیل له امریکا سره د پوځي الوتنو د تمرینونو لړۍ پیل کړې ده.

https://p.dw.com/p/4KIKy
Gedenken an das Olympiaattentat von 1972
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

 د اسرائیل پوځ اعلان وکړ، چې د دواړو هیوادونو جنګي الوتکې او د تیلو الوتکې به په څو ورځو کې «د سیمه ایزو ګواښونو سره مخ یو لړ سناریوګانو کي ورته والي رامنځ ته کړي.»

د اسرائيل پوځ د سه شنبي په ورځ اعلان وکړ چې له امريکا سره يې پراخ پوځي تمرينونه پيل کړي دي. د پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوی تمرینونه دي.

راپور زیاتوي چې په دغه تمرینونو کې به د اوږد واټن الوتنې هم شاملې وي، لکه هغه چې ممکن له ایران سره د کړکیچ د زیاتیدو په صورت کې اړیني وي.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، د اسرائیل د پوځ لوی درستیز ایویو کوچاوي تېره اوونۍ واشنګټن ته له خپل سفر وروسته اعلان وکړ چې په سیمه کې به د امریکا له پوځ سره ګډ فعالیتونه «د پام وړ پراخ شي».

ویل کیږي چې اسرائیل په یوه حساس پړاو کې دی چې د ایران پر وړاندې د همکارۍ چټکولو ته اړتیا لري.

په همدې دلیل اسرائیلي سیاستوالو په وار وار په غیر مستقیم ډول د ایران پر اټومي تاسیساتو د پوځي برید ګواښ کړی او له دغه هیواد سره یې د نړیوالې اټومي موافقې د بیا احیا کیدو پر وړاندې سخت خبرداری ورکړی دی.

پخوانی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو چې ګوند یې د اسرائیل وروستي انتخابات وګټل، اوس په اسرائیل کې د ښی اړخه حکومت جوړولو هڅه کوي. تمه کیږي چې هغه به د لومړي وزیر په توگه د خپلو تیرو دورو په څیر یو ځل بیا ايران د خپلو پلانونو په مرکز کې وساتي.