د سولي عالي شورا: پاکستان دي بندي طالبان د ښه نيت په توگه کابل ته وسپاري
۱۳۹۰ اردیبهشت ۳, شنبهد سولي د عالي شورا د دارلانشا رئیس محمدمعصوم ستانکزي منلي دي چي پاکستاني پلاوي ته یې د ښه نيت په خاطر د طالب بنديانو و کابل ته د سپارلو وړانديز کړی دی. د ډويچه وېله سره د خبرو پر وخت نوموړي زياته کړه چي د سولي عالي شورا اوس دې ته سترگي په لاره ده چي پاکستان د دوی وړانديز ومني.
ښاغلي ستانکزي وویل د یوې مودې راهیسی جمهوررئیس حامدکرزی د پاکستان څخه کابل ته د طالب بندیانو د حواله کولو خبره کوي خو تر دې وخته پوري کومه پایله نه ده څرگنده شوې. دی وایي چي د سولي عالي شورا نه يوازي د پاکستان څخه د طالب بندیانو د سپارلوغوښتنه کوي بلکه په هرهیواد کي چي افغاني بندیان موجود وي د سولي عالي شورا يې و کابل ته د سپارلو وړانديز کوي.
ستانکزی زياتوي چي هغه وخت چي پاکستان د افغانستان د د سولي د عالي شورا دغه وړاندیز ومني او طالب بندیان کابل ته وسپاري نو بیا به ولیدل شي چي د سپارلو شوؤ کسانو د جرم کچه څومره ده او د سولي د پروسې د تحقق په کار کي څومره ونډه اخیستلی شي.
د مشرانو د جرګې غړی او د طالبانو د پخواني رژیم سرپرست وزیر مولوي ارسلارحماني چي په عین حال کي دسولي د عالي شورا غړیتوب هم لري وایي چي ډاډه دی چي پاکستان به د سولي د عالي شورا دغه وړانديز ومني. په دې بندیانو کي د طالبانو د رژیم لوړپوري چارواکي لکه ملاعبیدالله، ملابرادر او داسي نور شامل دي.
مولوي رحماني و ډويچه وېله ته وویل چی د کابل اواسلام اباد تر منځ مناسبات د بل هر وخت نه ښه دي ځکه نو دې ته اُميداواري شته چي پاکستاني لوړپوړی هيئت به د سولي د عالي شورا وړانديز ومني. د نوموړي په وينا که داسي وشي نو دا به د سولي د پروسې په بهير کي زياته مرسته وکړای سي.
افغان مشرتابه چي په دې وروستیو کي د وسله والو مخالفینو سره د خبرو مسئله زیاته گرمه کړې ده او د طالبانو لپاره د خبرو په مقصد ئې په ترکیه کي د دفتر د نیولو خبره شوې ده خو د طالبانو په دریځ کي هیڅ نرمښت نه دی راغلی او اوس هم وایي چي د کابل سره دخبرو لپاره چمتو نه دي.
جمال کوټوال / کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی