1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په خاوره کې لومړی ترکي عسکر ووژل شو

آژآنسونه / م.ج.۱۳۹۵ شهریور ۷, یکشنبه

یوې څارونکې ډلې ویلي دي چې ترکی ځواکونه له خپلې پولې څخه تر اوښتو وروسته د لومړي ځل له پاره له کردي ملیشو سره په جګړه کې ښکیل شوي دي. تر دې مخکې پاڅونکوونکو پر ترکیې باندې په سیمه کې د ملکيانو د بمبارۍ تور لګولی وو.

https://p.dw.com/p/1JrCM
Türkei Offensive gegen IS in Syrien
انځور: Reuters/U. Bektas

تر هغه وروسته چې د ترکیې ټاکونه د سوریې خاورې ته ننوتل او خپل پرمختګ یې دوام ورکړ، نو هغوی د کردانو له پلوي ډلو سره په جګړو کې ښکیل شول. دغه خبر په سیمه کې سرچینو د شنبې په ورځ تایید کړی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان مشر رامي عبدالرحمان، وویل: «دا سوریې ته د چهارشنبې په ورځ د ترکی ټانکونو تر ننوتو وروسته د خپل ډول لومړی پیښه ده.»

رحمان ویلي دي چې جګړه له سیمه ییزو عربانو سره شوې ده چې د کردانو متحدین دي.

په دې جګړه کې د سوریې په خاوره کې د ترکیې لومړی سرتیری هم ووژل شو. سیمه ییزو رسنیو ویلي دي دي چې د جارابلوس په ښار کې د کردي ځواکونو یوه توغندي یو ترکي سرتیری وژلی او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.

په یوې بله پیښه کې کردي ملیشو په دیارباکر ښار کې پر یوه ترکي هوایي ډګر باندې د توغندي برید وکړ خو په دغه پیښه کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

له خطره ډک وضعیت

کردان د سوریې په دیموکراتیکو ځواکونو کې پیاوړی نقش لري. دغه ځواکونه په سوریې کې د امریکا متحده ایالاتو په مرسته له اسلامي دولت سره جنګیږي.

خو ترکیه ویره لري چې په سیمه کې د کردانو پیاوړي کیدل به د دې سبب شي چې د ترکیې پر پوله د کردانو یو هیواد جوړ شي. له همدې کبله ترکیې یو لږ عملیات په لاره اچولي دي چې دغه ځواکونه له خپلې پولې څخه پر شا وتنبوي.

د شنبې په ورځ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو وویل چې ترکانو په امارنا کلي برید کړی دی او ملکي تلفات یې رامنځ ته کړي دي. دغه ډله وایي چې رامځته شوی وضعیت سیمې ته ګواښونه لا ډیروي.

دغه ډله همداراز ادعا کوي چې ترکیه پر هغو ځواکونو باندې بریدونه کوي چې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر ضد جنګیږي.

ډیر شمیر کارپوهان ویره لري چې د ترکیې او کردانو تر منځ به یوه لویه جګړه رامنځ ته شي. امریکا متحده ایالات چې په اصل کې د کردانو ملاتړ کوي، هم په دې موضوع کې د انقرې پلوي ښکاري ځکه ترکیه د ناټو یو مهم غړی بلل کیږي.

لندن مېشته په سوريه کي د بشر د حقونو د څار سازمان ويلي دي چي د ترکي پوځ په توپونو کي د سوريې په يو کلي کي لږ تر لږه ۲۰ ملکيان وژل سوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.07.2016):