1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په اړه د ویانا غونډه بې نتیجې پای ته ورسیده

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۲, شنبه

په وین کې د سوریې په اړه د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه بې نتیجې پای ته ورسیدله. د دغې غونډې تر ټولو مهم د اختلاف ټکې په سوریې کې د بشارالاسد سیاسي راتلونکې وه.

https://p.dw.com/p/1GtXx
انځور: picture-alliance/dpa/E. Pesov


تیره ورځ (اکتوبر میاشتې۲۳) د وین ښار په امپيریل هوټل کې د سوریې د شخړې حل له پاره نړیواله غونډه بې له کومې نتیجې پای ته ورسیده. د غونډی تر پای ته رسیدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې دغه غونډه به په راتلونکي اونۍ کې په لا پراخه توگه دوام پيدا کړي.

کیري ټینگار وکړ: « هغه څه چې موږ پرې موافقه کړې، هغه دا ده چې له ټولو ښکیلو خواو سره باید مشوره وشي. زه هیله مند یم چې بله غونډه تر راتلونکي جمعې ورځې پورې په پراخه کچه ترسره شي، تر څو دا خبره معلومه شي چې آیا د یو سیاسي حل لارې له پاره په کافي اندازه گډې علاقمندۍ وجود لري او که څنگه؟»

تر غونډې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل: «ننۍ غونډه رغونکې او گټوره وه. په دغه غونډه کې نوې آیډیاگانې(مفکورې) مطرح شوې. زه هیله مند یم چې دغه مفکورې به په پای کې وتوانیږي د سوریې په وضعه کې بدلون رامنځته کړي.


د سوریې د کړکیچ د حل له پاره نوې بین المللي غونډه
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگئ لاوروف، هم د غونډې په پای کې غوښتنه وکړه چې د سوریې اړوند په راتلونکو غونډو کې باید ایران او مصر هم گډون ولري. خو جان کیري د لاوروف د دغې غوښتنې په ځواب کې وویل: «شاید داسې وخت را ورسیږي چې مونږ له ایران سره خبرې وکړو، خو په اوسمهال مونږ په دې مرحله کې نه یو.

روسیه له امریکا متحده ایالاتو، سعودي عربستان او ترکیې سره د بشارالاسد د سیاسي راتلونکي په اړه اختلاف لري. روسیه د بشارلاسد د رژیم ملاتړ کوي او د بشارلاسد د رژیم د مخالفینو سیمي بمباروي. برعکس امریکا، سعودي او ترکیه د اسد د مخالفینو ملاتړ کوي او په راتلونکي کې د سوریې له سیاسي صحنې څخه د اسد پر لیري کیدو ټینگار کوي.


د وین د غونډې پر اړه د ایران غبرگون
د عربي او افریقایې هیوادونو په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حسین امیر عبداللهیان، د دغې څلور اړخیزې غونډې په غبرگون کې وویل: « اوس ټول باید د سوریې د سیاسي بهیر په برخه کې مرسته وکړي او په پای کې همدا د سوریې خلک دي چې د خپل هیواد په برخه کې تصمیم نیسي.»

عبداللهیان، د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: « ځينې اړخونو چې تر اوسه پورې په سوریې کې د تررورستانو د پیاوړي کولو په برخه کې منفي رول لوبولې، اوس باید د رغونکي رول په اړه فکر وکړي. تهران د ملگرو ملتونو کوښښونه او په سوریه کې د تروریزم په مقابل کې د مسکو ملاتړ کونکي گامونه مثبت بولي او د اروپایې اتحادیې او سیمي په مشوره او په واقع بینانه ډول د سوریې د مسالې پر سیاسي حل ټینگار کوي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب