د سوریې د کیمیاوي وسلو پر سر جوړ جاړی
۱۳۹۲ شهریور ۲۳, شنبه
د جان کیري او سیرګي لاروروف له لوري دغه اعلان په ژنیو کې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر څوارلسمه) د خبرو اترو د دریمې ورځې د غونډې د پیل څخه لږ څه وروسته وشو. د دغو خبرو اترو موخه د اګست په میاشت کې د سوریې د ملکي وګړو پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د استعمال وروسته د دغه کړکیچ یوه دیپلوماتیک حل موندل وو.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل: « موږ موافقه وکړه چې د سوریې ټولې کیمیاوي وسلې ویجاړې کړای شي، په دې موافقې کی البته دا احتمال هم په پام کې دی چې دا وسلې له سوریې څخه بهرته ولیږدول شي او بیا ویجاړې کړای شي.»
جان کیري او سیرګي لاوروف د شنبې په ورځ په ژنیو کې د دریمې ورځې غونډه په لسو بجو پيل کړه. لاروف د دغې موضوع پر سر خبرې اترې چې په تیرو ۳۰ میاشتو کې پرې د دواړو هیوادونو تر منځ هیڅ ډول توافق نه لیدل کیده، «عالي» بللي دي او له جان کیرې څخه یې له دې امله ځانګړې مننه وکړه. لاوروف وړاندې وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری دواړو دایمي غړو «د سوریې کړکیچ ته د یوه سوله ییز حل د موندلو د ژمنتیا پر سر ټینګار وکړ.»
کیري وویل چې «د دغه جوړ جاړي په موافقه کې د هغه د بشپړ تطبیق لارې چارې هم شاملې دي تر څو د ملګرو ملتونو د امنیت د شوری د اووم فصل له حکم سره سم عمل وشي.» په دغه فصل کې تشریح شوې ده چې ملګري ملتونه کولای شي په اقتصادي او دیپلوماتیکي اقداماتو لاس پورې کړي تر څو د دغه سازمان د ۴۲ مادې حکم تطبیق شي.
کیري د کیمیاوي وسلو د کارپوهانو د ډلې د راتلونکي کار په اړه وویل چې د کیمیاوي وسلو پلټونکي به د نومبر تر میاشتې سوریې ته واستول شي او موخه دا ده چې د ۲۰۱۴م کال تر نیمایي پورې دغه کیمیاوي وسلې له منځه یوړل شي.
د پلټنو له پاره د یوه وخت د تعینولو موضوع او د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل د شاملیدو پر سر خبرې اترې د دریمې ورځې د غونډې مهم ټکي بلل کیدل.
اوس د متحده ایالاتو او روسیې بل هدف د بشارالاسد او د اپوزیسیون استازي یوه میز ته سره کښینول دي تر څو د سوریې څه نا څه دوه نیم کلنې کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي.
کیري او لاوروف به شاوخوا دوه اوونۍ وروسته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې سره په دې هیله وویني چې د سوریې په هکله د سولې په ټپه دریدلي کنفرانس له پاره یوه نیټه وټاکي.