«د سوریې جنایتونه باید نړیوالي محکمې ته راجع شي»
۱۳۹۱ اسفند ۲۴, پنجشنبه
د منځني ختیځ او شمالي افریقا له پاره د بخښني د نړیوال سازمان مرستیال ان هریسن، وویل: «څومره نور کسان باید ووژل شي چې د امنیت شورا د سوریې دغه وضعیت نړیوالي جنایي محکمې ته راجع کړي ترڅو د دغه شان لویو جنایتونو له پاره حساب ورکونه رامنځ ته شي.»
د بخښني نړیوال سازمان تر دې دمخه هم څو واري د سوریې د جنگ پر دواړو اړخونو باندي د جنگي جنایتونو او نورو سرغړونو تورونه لگولي دي.
هاریسون په یوه وینا پاڼه کې ویلي دي: «په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي ډیره برخه د دولتي ځواکونو له خوا تر سره کیږي، زموږ څیړني همداراز ښيي چې د وسله والو مخالفینو له خوا د تاوتریخوالي د ترسره کولو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.»
دغه چارواکي زیاته کړې ده چې که په سوريه کې د ترسره کیدونکو جنایتونو پر وړاندي په عمل لاس پورې نه شي، نو د دې امکان چې د هغوی کچه لا پسې لوړه شي هم شته.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې داسي اسناد یې په لاس راوړي دي چې ښیې د سوریې رژیم د ملکي وگړو پر وړاندي له داسې وسلو څخه کار اخلي چې د نړیوالو قوانینو له خوا د هغوی استعمال منع شوی دی. دې سازمان همداراز زیاته کړې ده چې د ربړوني، سرتیرو له خوا وژنو او د پاڅون کوونکو له خوا د دولتي او ملکي ځواکونو د برمته کولو په اړه یې شواهد ترلاسه کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان همداراز د سوریې د رژیم له خوا د توغندیو کارونه هم څیړلي دي. دې سازمان ویلي دي: «په سوو کسان د دغه شان بریدونو په پایله کې وژل شوي دي. دغه شان بریدونو په ځینو وختونو کې بشپړې کورنۍ له منځه وړي دي.»
د پخښني نړیوال سازمان په خپل یوه رپوټ کې د یوې سوریایي ښځې کیسه هم راوستي ده چې د یوه توغندي په برید کې یې خپلې درې لوڼي، مېړه، مور، خور او دوه تنه خوریان له لاسه ورکړي دي.
د سوریې په دوه کلنه جگړه کې تر اوسه پورې له ۷۰۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي. اوسني وضعیت ته په کتو سره ډیر شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې دغه کړکیچ ښايي په لنډ وخت کې پای ته ونه رسیږي.