د سوريې ۱۱ ميليونه وگړي مرستو ته اړ دي
۱۳۹۳ اسفند ۲۱, پنجشنبه
دغه څېړنيز راپور چي د نزدې ۲۱ سازمانونو له خوا برابر سوی دئ، په سوريه کي ئې اړمنو خلکو ته د مرستو پر ناکافي رسولو باندي نیوکي کړي دي.
په دغه راپور کي د ملگرو ملتونو پر امنيت شورا باندي هم نيوکي سوي دي، چي د دغه بحران د ختمولو له پاره په درو قطعنامو کي پاته راغلې ده.
په ۲۰۱۴م کال کي د سوريې په اړه یوه قطعنامه تصويب سوه چي د سوريايانو له پاره ئې ډېر هيلي راپيدا کړي، خو بيا هم په دغه کال کي نزدې ۷۶ زره انسانان وژل سوي دي.
په دغه نوي رپوټ کي راغلي دي چي د جمهوري رياست د اعلاميو پر خپرېدو او قطعنامو پر تصويبېدو سربيره خلک خوندي نه دي. ويل کيږي چي يوازي د ۲۰۱۴م کال په اگست مياشت کي تر زرو ډېر انسانان وژل سوي دي.
د آکسفام نړيوال سازمان د آلمانۍ څانگي مسئول رابرت ليندنر ويلي دي چي د سوريې نزدې نيمايي وگړي (۱۱ ميليونه) مرستو ته اړتيا لري.
د دغه هيواد نزدې ۳،۷ ميليونه وگړي کډوال سوي دي او نزدې ۷،۶ ميليونه په خپل هيواد کي بې ځايه سوي دي.
د دغه راپور پر اساس د سوريې حکومتي ځواکونه اوس هم د مرستندويو سازمانونو د کارونو ممانعت کوي، او په هيواد کي ئې د دغو کارکوونکي د سفرونو مخه نيسي.
په راپور کي ويل سوي دي چي د اسد رژيم پر گڼ مېشتو سيمو باندي اوس هم بېلري بمونه استعمالوي. له بله بلي خوا بيا افراطي ډلي «اسلامي دولت» او «النصره جبهه» خپلسرو اعدامونو ته دوام ورکړی دئ.
دې ټولو ته په کتو سره اوس په سوريه کي ملامت اړخ ورک دئ. خو د سوريې د خلکو له پاره تر ټولو ستر گواښ د «جنگ دوام» دئ.